Language

د ماين چاودنې  يو قومي مشر او دوه محلي پوليس  ووژل

اسعداباد(پژواک  ١٠ غبرګولى٩٣): د کونړ په سرکاڼو کې د ماين په يوې چاودنې کې يو قومي مشر او دوه سيمه ييز پوليس ووژل شول، دوه سيمه ييز پوليس او درې زده کوونکي ټپيان شول.

د کونړ امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک ته وويل، چې نن سهار د سرکاڼو ولسوالۍ د “پشد” په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر د ماين چاودنه وشوه.

سيدخېل وويل، په دې پېښه کې دوه سيمه ييز پوليس او يو قومي مشر وژل شوي ، دوه سيمه ييز پوليس او درې زده کوونکي ټپيان شوي.

قوماندان زياتوي، قومي مشر او زده کوونکي له سيمې د تېرېدو په حال کې وو، چې چاودنه رامنځ ته شوه.

هغه د وژل شوي قومي مشر د هويت په تړاو څه ونه ويل.

د اسعداباد د مرکزي روغتون رييس ډاکټر فاروق سهاک پژواک ته وويل، له دغه پېښې پنځه ټپيان ور وړل شوي، چې  درې ماشومان او دوه سيمه ييز پوليس دي.

سهاک وايي، سيمه ييز پوليس د ښې درملنې لپاره ننګرهار ولايت ته انتقال شوي او د ټپي زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

وسله والو طالبانو بيا وايي، چې په دغه چاودنه کې يې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په ګډون څلور محلي پوليس وژلي.

د دغې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په ياده چاودنه کې د درېيو ماشومانو د ټپي کېدو پخلى هم کوي.

Related Topics