محمودراقي ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : د کاپيسا په زندان کې د دوو بنديانو ترمنځ په شخړه کې يو بندي وژل شوى دى.
د کاپيسا امنيه قوماندان خواجه فقير احمد صديقي د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا پېښه پرون سهار رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، دوه بنديان چې د زندان په يوه خونه کې اوسېدل تر لفظي شخړې وروسته يې يو پر بل ګوزارونه کړي دي.
دى وايي، چې يوه بندي بل بندي پر سر پر ديګ بخار وهلى او هغه يې وژلى ،چې دواړه بنديان د ولايت د مرکز اوسېدونکي وو.
د صديقي په وينا، وژل شوى بندي تېر کال د کورنيو چارو وزارت پر يوه رينجر موټر تر هغې چاودنې وروسته نيول شوى و، چې په ترڅ کې يې د ښځو او ماشومانو په ګډون پوليسو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وه.
امنيه قوماندان زياته کړه، چې تر چاودنې وروسته شپږ ساعته نښته هم شوې وه، چې په پايله کې يې دغه اوسنى وژل شوى بندي هغه مهال له تومانچې، ريموټ کنټرول او نورو وسايلو سره نيولى و.
دى وايي، لومړنيو څېړنو ښودلې ، چې قاتل بندي عصبي تکليف لري.
خو وسله وال طالبان وايي ، چې ياد بندي په قصدي توګه وژل شوى دى.
د طالبانو له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د سيد رحمان په نامه يوبل تن په دستوري توګه بندي کړاى شوى و، څو د طالبانو بندي ووژني.
سرچينې زياته کړې، وژل شوى بندي حبيب الرحن په داسې حال کې چې بيده و، د سيد رحمان له خوا د ديګ بخار پر ګوزارونو، چې پر سر او مخ يې شوي، وژل شوى دى.