کندهار ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : په کندهار ولايت کې د ولايتي شورا د لومړيو پايلو تر اعلان وروسته د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون سره ٣٥٥ بېلابېل شکايتونه ثبت شوي، چې پر بنسټ به يې د ګڼ شمېر محلونو رايې بيا وشمېرل شي.
دغه شکايتونه په داسې حال کې شوي چې معترض کانديدان په پرله پسې توګه خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي او وايي چې رايې يې په سمه توګه نه دي شمېرل شوې، نو ځکه يې نومونه د برياليو کانديدانو په ليست کې نه دي راغلي.
په کندهار کې د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون مشر مړوند وزيري د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ولايتي شورا د لومړيو پايلو تر اعلان وروسته ورسره ٣٥٥ شکايتونه ثبت شوي دي.
هغه زياته کړه، دغه شکايتونه هغو کانديدانو کړي چې نومونه يې د لومړيو پايلو په ليست کې نه دي راغلي او د ټاکنو پر پايلو يې اعتراض درلود.
د نوموړي په وينا، په شوو شکايتونو کې ډېر يې د رايې ورکولو د ګڼ شمېر محلونو د رايو بيا د شمېرلو په اړه دي.
ده وويل، ثبت شوي شکايتونه مرکز ته د څېړلو لپاره لېږل شوي، چې پر بنسټ به يې په دغه ولايت کې ډېر ژر د يو شمېر محلونو رايې بيا وشمېرل شي.
بل خوا د کندهار د ولايتي شورا هغه معترض کانديدان چې نومونه يې د پايلو په لومړي ليست کې نه دي راغلي، په پر له پسې توګه غونډې کوي او وايي، چې د هغوى رايې دې بيا وشمېرل شي.
دوى دا هم وايي چې که انصاف ورسره و نه شي، نو د خپلو پلويانو په مرسته به لاريونونه وکړي.
د کندهار د ولايتي شورا د معترضو کانديدانو له ډلې يوه کانديد ناصر مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل چې ټاکنيز کمېسيونونه بايد د هغوى رايې له سره وشمېري.
هغه زياته کړه، څومره معلومات چې دى لري، نو د رايو شمېر يې زيات دى، خو بيا يې هم د لومړيو پايلو د اعلان پر مهال په ليست کې نوم نه دى راغلى.
دى وايي، کمېسيونونه دې د هغوى شکايتونه په بې پرې توګه وڅېړي او د کوم کانديد پلوي دې نه کوي.
د ټاکنيزو شکايتونو مسوول مړوند وزيري وايي، هغوى خپل کارونه په بې پرې توګه پر مخ وړي او د شوو شکايتونو پر بنسټ به د په ګوته شوو محلونو رايې ډېر ژر وشمېرل شي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري وايي چې د لومړيو پايلو د اعلان پر مهال د هر کانديد ټولې رايې حساب شوي وې، خو د شکايتونو تر څېړلو وروسته به پاکې رايې له ناپاکو بېلې شي او بيا به څرګنده شي چې کوم کانديدان بريالي دي.
د کندهار ولايتي شورا ته ټول ټولټال ٧٤ تنو ځانونه کانديد کړي وو، چې له دې ډلې څخه ٧ تنې يې مېرمنې وې.
د کندهار ولايتي شورا ١٥ غړي لري، چې ١١ يې نارينه او ٤ تنې يې ښځې دي، خو د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، کېداى شي دغه شمېره ١٩ تنو ته پورته شي، چې ١٥ به يې نارينه او ٤ تنې به يې ښځې وي.