Language

اسعد اباد ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : د کونړ ولايت چاروکي وايي، چې  په درېيو ولسواليو کې د وسله والو طالبانو پر ضد پاڅون شوى دى.

د دې ولايت والي شجاع الملک جلاله د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دوو ورځو راهيسې ددې ولايت په ناړۍ، شيګل او نورګل ولسواليو کې سلګونه تنه د وسله والو طالبانو پر ضد راپاڅېدلي دي.

هغه زياته کړه، چې خلک د وسله والو له زور زياتي څخه په تنګ شوي وو او نور يې پرېکړه کړې ، چې په خپلو سيمو کې به يې نه پرېږدي.

د والي په وينا، د ناړۍ په ساو سيمه کې تر ٣٠٠ پورې د سيمې اوسېدونکي د وسله والو پر ضد راپاڅېدلي او ١٢ وسله وال طالبان يې  نيولي دي.

دى وايي ، چې دغه راز په شيګل  او نور ګل ولسواليو کې هم ولسي خلکو پاڅون کړى او د نورګل ولسوالۍ د مزار په دره کې يې د وسله والو دوه کورونه سوځولي دي.

جلاله وويل ، چې د سيمې خلکو پرېکړه کړې، چې په خپلو کليو کې به وسله وال نه پرېږدي.

خو وسله وال طالبان دا ادعا ردوي او زياتوي ، چې ياد کسان ولسي خلک نه دي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې دولت سيمه ييزو پوليسو ته د ولسي خلکو بڼه ورکړې او هڅه کوي ، چې په دې توګه د طالبانو پر ضد پروپاګنډ وکړي.

د يادونې  ده ، چې د وسله والو پر ضد د پاڅون لړۍ له غزني څخه پيل او بيا يو شمېر نورو ولايتونو ته هم وغځېده .

Related Topics