وروستى تعقيب -غزني(پژواک،١٠غبرګولى٩٣): د غزني په ګېرو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو پر موټرو د چاودنو له امله د وژل شوو کسانو شمېر ١٤ تنو ته لوړ شو او ٢ تنه ټپيان شوي دي.
د ګېرو ولسوال عبدالله خيرخوا د غبرګولي په١٠پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار ٩ نيمې بجې د يادې ولسوالۍ په “مزار”کلي کې رامنځ ته شوې ده.
ولسوال وويل، په وژل شوو کسانو کې ٩ مېرمنې شاملې دي.
د خيرخوا په وينا، دې کسانو تېره ورځ د يادې ولسوالۍ د “خال” کلي ته ناوې وړې وه، نن سهار چې بېرته خپل کلي راستنېدل، نو په لاره کې پرې د سړک د غاړې دوه ماينونه وچاودېدل .
ولسوال زياتوي، چې چاودنې پر دوو تونس موټرو شوې دي.
د غزني په ولايتي شورا کې د ګېرو ولسوالۍ استازي نادرخان ګېروال پژواک ته وويل، چې د يادې ولسوالۍ په مزار سيمه کې د ملکي وګړو پر موټرو ماينونه چاودېدلي دي
هغه وايي، چې په سيمه کې يې زياتره پاکستاني وسله وال ځای پرځای شوي او په لويو لارو کې ماينونه خښوي.
ده غوښتنه وکړه، چې امنيتي ادارې بايد د دغسې ممکنه چاودنو مخنيوى وکړي.
تر دې مخکې په غزني کې د۲۰۳ تندر قول اردو درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني پژواک ته وويل،افغان پوځيانو د دې ولايت په ټولو ولسواليو کې د وسله والو پرضد عمليات پيل کړي.
سلطاني وايي، چې تراوسه يې په دې عملياتو کې ډېرو وسله والو ته مرګ ژوبله اړولې او په ځينو سيمو کې يې خښ کړي ماينونه کشف او له منځه وړي دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د يادولو ده ، چې څو مياشتې مخکې هم د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د واده د مراسمو پر موټر چاودنه شوې وه، چې په کې ١٨ تنه وژل شوي وو او ٤ نور ټپيان وو.