والي شجاع الملک جلاله د غبرګولي په ١٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دا بريد نن سهار په اتو بجو پيل شوى او اوس هم دوام لري.
هغه زياته کړه، چې د پاکستانيو ځواکونو دوو چورلکو د دانګام ولسوالۍ پر سرحدي سيمو له سهار راهيسې هوايي بريدونه پيل کړي دي.
د نوموړي په وينا، په دې بريدونو کې تر اوسه څلور ملکي وګړي وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي ، چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
والي وايي، چې تر بريد لاندې راغلې سيمې غرنۍ او ځنګل لرونکې دي او دوى هڅه کوي، چې ټپيان په وخت روغتون ته ورسوي.
جلاله وويل، چې په دې اړه يې د ولسمشرۍ ماڼۍ او کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو ته خبر ورکړى دى.
د هغه په وينا، په تېره يوه اونۍ کې پر دې ولايت کې ٩٧٦ توغندي توغول شوي، چې له امله يې پنځه عام وګړي وژل شوي او ٣٨ نور ټپيان دي.
دى وايي ، چې سلګونه کورنۍ کډوالې شوي او خلکو ته نور درانه مالي زيانونه هم اوښتي دي.
د کونړ والي دغه بريدونه په کلکه وغندل او له پاکستان څخه يې وغوښتل ، چې دا بريدونه ودروي.
پر کونړ ولايت د پاکستانيو ځواکونو بريدونو په داسې حال کې زور اخيستى، چې ولسمشر حامدکرزي تېره اونۍ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف سره په دې اړه خبرې وکړې.
دغه راز د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفير احضار کړ او د کونړ د بريدونو په اړه يې ترې سپيناوى وغوښت.