جلال اباد ( پژواک، ١٠ غبرګولى ٩٣ ) : د ننګرهار په دوو ولسواليو کې د نښتو او عملياتو پر مهال ٣ پوليسو او ١٠ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونيارحضرت حسين مشرقيوال د غبرګولي په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو طالبانو نن سهار شاوخوا څلور بجې د چپرهار ولسوالۍ د کنډي باغ په سيمه کې د سيمه ييزو پوليسو پر پوستې د سپکو او درنو وسلو بريد وکړ.
نوموړي زياته کړه ، نښتې چې د سهار تر اتو بجو پورې يې دوام وکړ، په پايله کې يې څلور وسله وال وژل شوي او درې ټپيان دي.
مشرقيوال وويل: (( په نښته کې د سيمه ييزو پوليسو يو سرتېرى هم وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.))
دى وايي ، چې پوليسو يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي او دا مهال د پوليسو له لوري چاڼيز عمليات جريان لري.
ده زياته کړه، چې په نښته کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې .
د يوه بل خبر له مخې، ددې ولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هوايي بمبار له امله درېيو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب پژواک اژانس ته وويل ، چې تېره شپه ناوخته د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي سيمې په غازي اباد کلي کې يو شمېر وسله والو په سوزوکي موټر کې دهشکه نصب کړې وه او له تېرو څو شپو راهيسې يې پر امنيتي پوستو غلچکي بريدونه کول .
د هغه په وينا، تېره شپه د افغان هوايي ځواکونو له لوري پرې بمبار شوى ، چې له امله يې يو تن ځاى پر ځاى وژل شوى او دوه نور شديد ټپيان دي.
ده زياته کړه، چې دهشکه د دوى لاسته ورغلې او موټر په بشپړه توګه ويجاړ شوى دى.
د ولسوال په وينا، چې په بمبار کې ملکي وګړو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د هوايي ځواکونو عمليات په برياليتوب سره پاى ته رسېدلي دي.
د سيمې اوسېدونکي اسلام الدين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې لا هم په سيمه کې سوزوکۍ موټر او د وسله والو وينې شتون لري.
ده زياته کړه ، چې له تېرو څو ورځو راهيسې وسله والو له همدغه ځاى څخه په استفادې پر امنيتي پوستو بريدونه کول، چې يو هوان يې هم درلوده ، خو تر اوسه پورې هوانچي او هوان لا درکه دي.
وسله والو طالبانو د يادو پېښو په اړه څه نه دي ويلي،خو ددې ولايت په بټي کوټ، اچين او نورو سيمو کې يې د يو شمېر دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې ادعاوې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP