Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکتيکا کې د دوو قوماندانانو په ګډون ٢٧وسله وال طالبان ووژل شول

ښرنه(پژواک١٠غبرګولى٩٣):دپکتيکا چارواکي وايي، چې په اومنې او يوسف خېلو ولسواليو کې د ٢ طالب قوماندانانو په ګډون ۲۷ وسله وال وژل شوي اويو بل  ټپي شوى دى.

د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال نبي جان ملاخېل پژواک ته وويل، تېره ورځ ناوخته ايساف ځواکونو د اومنې ولسوالۍ په اړونده سيمه کې پر يو شمېر وسله والو هوايي بريد وکړ.

دده په خبره: (( په بمبار کې د طالبانو مهم قوماندان حماس په ګډون ۲۲ تنه ووژل شول، د هغوى مازدا او ډاډسن موټر، چې له چاودېدونکو توکو ډک وو؛ له منځه وړل شوي.))

دى وايي، وسله والو غوښتل، چې له يادو موټرو څخه په ګټي اخيستنې په دې ولايت کې د دويم پړاو ټاکنو بهير له ننګونو سره مخ کړي.

ملاخېل وايي، د اومنې ولسوالۍ اړوند د انګورو په يوه باغ کې٤ وسله وال بيا د خپل ماين  په چاودنه کې ووژل شول.

قوماندان دغه راز وويل، پرون ورځ ناوخته د يوسف خېلو ولسوالۍ د”خيربين” په سيمه کې پوليسو چاڼيز عمليات ترسره کړل.

دده په خبره، د عملياتو په لړ کې د مرکز ښرنې لپاره د طالبانو مهم قوماندان “کبير”، چې په “هلال” مشهور و ، ووژل شو او د هغه يو ملګرى ټپي شو.

سرچينه وايي، ياد عمليات چې د “بدل اخيستو” په نوم دي؛ په ترڅ کې يې ١٥موټرسايکلونه،

دوه سوه کيلو ګرامه چاودېدونکي توکي او وسلې نيول شوي دي.

طالبانو تراوسه د يادو پېښو او عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.