Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

امريکا د هلمند پوليسو ته پاملرنه ډېروي

لښکرګاه (پژواک ۱۱غبرګولى ۹۳): د هلمند د امنيه قوماندان وايي، چې امريکا په دغه ولايت کې د پوليسو له روزنيز بهير سره خپلې مرستې زياتوي.

پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم باقي زوى د غبرګولى په١١مه په يوه خبري ناسته کې وويل، تېره ورځ په سوېل لوېديځ زون کې د ايساف ځواکونو قوماندان بريد جنرال ډانليود؛ د هلمند پوليسو له روزنيز مرکز څخه د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د پوليسو په روزنه کې خپلې مرستې زياتوي.

باقي زوى وويل، د ايساف ځواکونو قوماندان ورته ويلي، چې د روزنې دغه چارې به د افغانستان د کورنيو چارو وزارت له لوري پر مخ وړل کېږي خو امکانات به يې دوى برابروي.

امنيه قوماندان زياته کړه، چې جنرال ډانليود د امنيه قوماندانۍ، د پوليسو حمايوي کنډک او نورو ادارو سره د ليدنې پر مهال ژمنه وکړه، چې د دغه ولايت د پوليسو اړتياوې به پوره کوي.

نوموړي ونه ويل، چې دغه امريکايي جنرال د کومو پوځي توکو په برخه کې د مرستې ژمنه کړې، خو يادونه يې وکړه، چې پوليسو يې د تجهيزاتو په برخه کې ډېرې ستونزې لري.

باقي زوى زياته کړه، چې د تجهيزاتو له کموالي سره سره يې پوليس د دې وړتيا لري، چې د دغه ولايت امنيت وساتي.

هلمند د هغه ولايتونو له ډلې دى، چې د انتقال پروسه په کې ترسره شوې او امنيتي چارې يې افغان پوځيان پر مخ وړي.

د يادولوده، چې تېره اونۍ د امريکا ولسمشر هم اعلان وکړ، چې په افغانستان کې به د پوځي ماموريت له محدودولو سره سره د افغان پوځيانو روزنې او له هغوى سره مرستو ته دوام ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې امريکا اعلان وکړ، چې د ٢٠١٦ زېږديز کال تر وروستيو به ټول امريکايي سرتېري له افغانستانه ووځي او دوى د افغانستان پر خپلواکۍ باور لري.

ولسمشر بارک اوباما وويل، چې که نوى افغان ولسمشر د کابل او واشنګټن ترمنځ امنيتي سند لاسليک کړي، نو امريکا به په افغانستان کې ٩٨٠٠ سرتېري پرېږدي، چې افغان ملي ځواکونو ته د روزنې ترڅنګ به د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هم برخه ولري.

 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.