Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار، ښرنه (پژواک،١١غبرګولى):د کندهار ولايت په دامان ولسوالۍ کې پر ماشومانو چاودنه شوې، چې له امله يې دوه  ماشومان وژل شوي او يو بل ټپي دى.

دغه پېښه نن غرمه مهال د يادې ولسوالۍ د “غره”په کلي کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي سرپرست وياند دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه کلي کې درې  ماشومان په لوبو بوخت وو، چې  خښ شوى ماين وچاودېد.

هغه زياته کړه، په دې پېښه کې  دوه ماشومان وژل شوي او يو ټپي دى، چې ټپي  د درملنې په موخه د کندهار ميرويس روغتون ته لېږدول شوى دى.

دى وايي، ماين د وسله والو مخالفينو له خوا تازه ځاى پر ځاى شوى و.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا په دې پېښه خواشيني ښودلې او ويلي يې دي، چې دغو بې ګناه ماشومانو ته په داسې حال کې مرګ ژوبله اوړي، چې نن د غبرګولي ١١مه د ماشومانو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي.

په دې اړه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې د والي له قوله راغلي، چې د بې ګناه ماشومانو وژل يوه وحشيانه کړنه ده.

سرچينه زياتوي، وسله وال دغه راز اعمال په داسې حال کې د خلکو د وېرولو په موخه تر سره کوي، چې دويم پړاو ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.

خو ولايتي ادارې ډاډ  ورکړى، چې د لومړي پړاو ټاکنو په څېر به دا ځل دويم پړاو  ټاکنې هم  په ډېره ښه توګه ترسره شي او خلک به په پراخه کچه په کې ګډون وکړي.

وسله والو طالبانو په دامان ولسوالۍ کې د شوې چاودنې په اړه څه نه دي ويلي.

د يو بل خبر له مخې، ناپېژاندو وسله والو د پکتيکا ولايت د ښرنې د پوهنې امر امير حبيب الله  ټپي کړ .

د دغه ولايت د پوهنې رييس کوچي ځاځي پژواک ته وويل، چې د پوهنې امر پرون ماښام له     ښرنې د ملايانو کلي ته د خور د واده مراسمو لپاره روان و، چې پرې ډزې وشوې.

ځاځي وويل:(( وسله والو؛ امر حبيب الله دپښې په برخه کې څو مرمۍ ويشتلی، موټرسايکل، پنځوس زره افغانۍ او موبايلونه يې ترې وړي دي.))

د پوهنې رييس وويل، د پوهنې امر له چا سره شخصي دښمني نه درلوده؛ خومعلومه نه ده، چې دچا له لوري به ټپي شوی وي.

دپوهنې رياست وياند محمد الله همت يار پژواک ته وويل، چې اميرحبيب الله له تېرو څو کلونو راهيسې د پوهنې په برخه کې کار کړی دی.

ولايتي چارواکو ويلي، چې نوموړى تر درملنې لاندې دى او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې پېښې مسووليت نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.