ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيکا او غزني  علماوو د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو ژمنه وکړه

د پکتيکا او غزني علماوو د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو ژمنه وکړه

author avatar
1 Jun 2014 - 17:00
د پکتيکا او غزني  علماوو د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو ژمنه وکړه
author avatar
1 Jun 2014 - 17:00

ښرنه-غزني،کلات(پژواک،١١غبرګولى٩٣):د پکتيکا او غزني ديني علماوو د ټاکنو لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو او د زابل يو شمېر ښځينه وو؛ د ټاکنو د امنيت غوښتنه وکړه.

د پکتيکا ديني علماوو په ټاکنو کې د ونډې لپاره د عامه پوهاوي د ترسره کولو دا ژمنه په هغه غونډه کې وکړه، چې همدا نن د دغه ولايت د ټاکنو کمېسيون له لوري رابلل شوې وه.

د غونډې يو تن برخه وال او قومي مشر ملامعصوم  وويل، چې په لومړي پړاو ټاکنو کې د ياد ولايت ډېرو اوسېدونکو برخه اخيستې وه او په دويم پړاو کې به  يې هم ګډون ښه وي.

نوموړي زياته کړه:((دپکتيکا خلک د يوه روښانه راتلونکي په نيت او د وړ ولسمشر د ټاکلو په موخه چمتو دي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې برخه واخلي.))

د پکتيکا ولايت يو تن ديني عالم مولوي محمدالله وويل، ټاکنې ملي پروسه ده او بايد ټول افغان  په دې ملي پروسه کې برخه واخلي.

ده وويل: (( يوځل بيا به خلک وهڅوو، چې په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

د پکتيکا د ټاکنوکمېسيون رييس ذبيح الله وګړي وويل ، پوره چمتوالي لري، چې د رايې ورکولو له ورځې څخه مخکې ټولو مرکزونو ته اړين توکي ولېږدوي.

نوموړي وويل، په دې ولايت کې د خلکو د اسانتياوو لپاره د دغه ولايت ۷۵ د رايې ورکولو نور محلونه هم زيات شوي دي.

د پکتيکا د والي مرستيال عطاءالله فضلي ډاډ ورکړ، چې دويم پړاو ټاکنې به هم د لومړي پړاو ټاکنو په څېر له امنيتي ګواښونو پرته ترسره شي.

هغه وويل، افغان ځواکونو په ټولو هغو سيمو کې، چې د وسله وال تر ګواښ لاندې دي، چاڼېز عمليات پيل کړي؛ څو د ټاکنو بهير خوندي کړي.

په پکتيکا کې د رايې ورکولو ۲۶۶ مرکزونه شته، چې د چارواکو په وينا، په لومړي پړاو ټاکنو کې يې ټول پرانيستي وو.

په ورته مهال د غزني ديني علماوو او مدني ټولنو هم ژمنه وکړه، چې په دويم پړاو ټاکنو کې د خلکو د ونډې په موخه عامه پوهاى ترسره کوي.

دا ژمنه په غزني کې د ټاکنوکمېسيون او مدني ټولنو تر منځ په جوړه شوې غونډه کې وشوه.  

د غزني د سولې شورا غړي او قومي مشر مولوي عبدالحکيم وويل، هڅه به وکړي، چې په دې ولايت کې خلک په ټاکنو کې ونډې ته راوبولي.

ده وويل: (( سړي اومېرمنې حق لري، چې خپل برخليک په خپله وټاکي او په ټاکنو کې ونډه واخلي.))

د مدني ټولنې غړي احمدشاه د يادې غونډې په څنډه کې پژواک ته وويل، چې دغه غونډه يې د ټاکنو د عامه پوهاوي د څرنګوالي لپاره رابللې ده.

هغه وويل: (( په دې غونډه کې ځوانانو، ديني علماوو، مشرانو او د مدني ټولنو غړو برخه لرله. دوى ژمنه وکړه، چې د ټاکنو په اړه به عامه پوهاى کوي.))

د ياد ولايت د ټاکنو کمېسيون د عامه پوهاوي مسوول ناظر محمد نبي زاده هيله وښوده، چې ديني علما او قومي مشران به په دويم پړاو ټاکنو خلک برخې اخيستلو ته راوبولي.

بله خوا بيا د زابل يو شمېر ښځينه اوسېدونکې وايي، چې د ناامنيو د مخنيوي په صورت کې به د دغه ولايت زياتې مېرمنې په ټاکنو کې ونډه واخلي.

په دغه  ولايت کې د رايې ورکولو٨١  مرکزونه شته، چې د لومړي پړاو ټاکنو پر مهال يې٣٠  د امنيتي ننګونو له امله تړلي وو.

د دغه ولايت يوشمېر اوسېدونکي وايي، چې په تېرو ټاکنو کې امنيتي ننګونې د مېرمنو پر وړاندې لويه ستونزه وه، چې له امله يې ډېرو ښځو رايه ورنکړه.

د غوټۍ په نوم د زابل يوې اوسېدونکې پژواک ته وويل، تېرو ټاکنو کې يې برخه اخيستې وه؛ خو د ناامنيو له امله يې د کورنۍ ډېرو ښځينه غړو رايه نه ده ورکړې.

غوټۍ زياتوي، چې ټاکنې ملي پروسه ده؛ حکومت دې د ټاکنو بهير د امنيت له پلوه خوندي کړي او افغانان بابد په دې بهير کې ونډه واخلي.

هغې وويل: (( که امنيت ښه وي؛ ډېرې مېرمنې به په ټاکنو کې برخه واخلي.))

ذکيه، چې د کلات د نجونې لېسې د١٢ټولګي زده کوونکې ده پژواک ته وويل، مېرمنې په ټاکنو کې ګډون ته لېواله دي؛ خو ناامني يې پر وړاندې ګواښ بلل کېږي.

د هغې په خبره:(( اوس په اکثره ښاري سيمو کې نارينه، مېرمنو ته اجازه ورکوي، چې په ټاکنو کې برخه واخلي او ښځې هم څه ناڅه په خپلو حقوقو پوهېدلې دي.))

د زابل امنيه قوماندان مل پاسوال غلام سخي روغ ليونى وايي، چې دوى د ټاکنو په اړه په تېره بيا د ښځينه رايې ورکوونکو د امنيت خوندي کولو په موخه امنيتي پلان برابر کړى دى.

امنيه قوماندان پژواک ته وويل، په دې ولايت کې د رايې مرکزونو د امنيت لپاره د ښځينه پوليسو په روزنه بوخت دي او د ټاکنو په ورځ به دغه پوليسې پر دندو وګوماري.

د ده په خبره،امنيتي ځواکونو يې په  بېلابېلو سيمو کې د ټاکنو د ښه ترسره کېدو په موخه چاڼېز عمليات پيل کړي، چې تراوسه يې ډېرى سيمې د وسله والو له  شتون څخه  پاکې کړې دي.

تر دې مخکې  د لوګر په ګډون د يو شمېر ولايتونو اوسېدونکو او مدني ټولنو هم ويلي، چې په دويم پړاو ټاکنو کې دې د مېرمنو د ونډې لپاره امنيتي تدابير ونيول شي.

خو تر دې مخکې د ملي امنيت په ګډون ملي دفاع او کورنيو چارو وزارتونو ويلي وو، چې د دويم پړاو ټاکنو د امنيتي خونديتوب لپاره پوره چمتوالى لري.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.