Language

اسعداباد(پژواک ١١غبرګولى٩٣):د کونړ چارواکي وايي، چې د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ١٨ طالبان وژل شوي او٧ نور ټپيان  دي.

د دغه ولايت والي شجاع الملک جلاله د غبرګولي په١١مه پژواک ته وويل، چې نن غرمه مهال د وټه پور ولسوالۍ د “ګمبېير” په سيمه کې د وسله والو پر يوه مرکز هوايي بريد وشو.

والي وايي، چې په وژل شووکې يو تن پاکستانى وسله وال هم شامل دى، چې  د وسله والو لپاره يې د ماينونو او ځانمرګو واسکټونو جوړولو مسووليت درلود.

هغه زياتوي ، په وژل شوو وسله والو کې نور مهم کسان هم شامل دي ، چې تر څېړنو وروسته به معلوم شي.

وسله وال طالبانو تراوسه د دې بريد په تړاو  څه نه دي ويلي.

Related Topics