بروکسل (پژواک، ۱۲ غبرګولی ۹۳): ټاکل شوې ده، چې افغانستان د ناټو سازمان د دفاع وزيرانو په غونډه کې پر کونړ ولايت د پاکستان د بريدونو موضوع را پورته کړي.
د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو او د ايساف د ۲۰ همکارو هېوادونو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه سبا د غبرګولي په ۱۳مه د بلجيم په پلازمېنه بروکسل کې پيلېږي.
د ناټو سازمان وياندې مېرمن اووانا لنګوسکي، نن سهار په يوه خبري غونډه کې وويل، چې افغانستان به د دې غونډې له مهمو موضوعاتو څخه وي.
هغې زياته کړه، چې په دې غونډه کې د افغانستان د امنيتي حالت، د ايساف د پای ته رسېدونکي ماموريت او تر ۲۰۱۴ کال وروسته د ناټو د نوي ماموريت په اړه خبرې کېږي.
ټاکل شوې ده، چې د افغانستان د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي، نن د شپې ناوخته بروکسل ته ورسېږي.
په بروکسل کې يوې افغان سرچينې چې د نوم له ښودلو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل چې د افغانستان د دفاع وزير به په دې غونډه کې پر کونړ ولايت د پاکستان له خوا د توغنديو او چورلکو بريدونو موضوع راپورته کوي.
د پاکستان له خوا له تېرو څو ورځو راهيسې پر کونړ د بريدونو لړۍ تنده شوې او څو ورځې مخکې يې دوو چورلکو هوايي بريدونه هم وکړل، چې له امله يې يو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.
يادې سرچينې وويل، چې افغانستان به د ناټو له دفاع وزيرانو وغواړي، چې د پاکستان د دې بريدونو پر وړاندې غبرګون وښيي او پر پاکستان فشار راوړي، چې له دې بريدونو لاس واخلي.
د ناټو په دې غونډه کې د ناټو د ۲۸ غړو هېوادونو ترڅنګ د ايساف همکارو هېوادونو د دفاع وزيران، د افغانستان د دفاع وزير، په افغانستان کې د ناټو ملکي استازی، د ايساف قوماندان، د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی او د اروپايي اتحاديې د بهرنيو اړيکو د کمېسيون مشره کترين اشټون ګډون کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP