Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

له ٢٠١٦ وروسته به د امريکا مرستې پاى ونه مومي

بروکسل (پژواک ۱۲ غبرګولى ۹۳): په ناټو کې د امريکا استازي وايي، چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته له افغانستان سره د امريکا مرستې او همکارۍ پاى نه مومي.

دغه څرګندونې د امريکا سفير ډوګ لوټ (Doug Lute) د غبرګولي په ۱۲مه د بلجيم په مقر بروکسل کې چېرې چې د ناټو سازمان مرکزي دفتر دى، يوې خبري غونډې ته وکړې.

ټاکل شوې سبا په بروکسل کې د ناټو د دفاع وزيرانو دوه ورځنۍ غونډه پيل شي.

هغه زياته کړه، چې امريکا له افغانستان سره د اوږودمهاله مرستو او همکاريو ژمنې کړې او د همدې لپاره يې د اوږدمهاله ستراتيژيکو اړيکو تړون هم لاسليک کړى دى.

د نوموړي په وينا، له ۲۰۱۴ زېږديز کال وروسته تر نورو لسو کلونو پورې به امريکا له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې مرستې او همکارۍ وکړي.

په ناټو کې د امريکا استازي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما څو ورځې مخکې اعلان وکړ، چې دوى غواړي تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې ۹۸۰۰ سرتېري پرېږدي، خو دغه سرتېري به هم تر ۲۰۱۶ کال پورې وباسي .

د امريکا استازي وويل چې تر ۲۰۱۶ کال وروسته له افغانستان سره د امريکا د مرستو بڼه بدلېږي؛ دا اړينه نه ده، چې خامخا دې د پوځي حضور پر مهال مرستو ته ادامه ورکړي.

ډوګ لوټ وايي چې افغانستان به ټول عمر مرستو ته اړتيا نه لري، څومره يې چې اوس لري .

هغه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې د افغانستان او امريکا تر منځ د امنيتي سند په متن کې د پاتې کېدونکو سرتېرو شمېر نه دى په ډاګه شوى.

دى وايي چې دغه پرېکړه د افغانستان او امريکا حکومتونه کوي، چې څومره سرتېري د څومره وخت لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

نوموړي وويل چې د افغان ملي ځواکونو د شمېر په اړه چې اوس ۳۵۰ زره دى، خبرې روانې دي، چې د اوږودمهال لپاره څومره سرتېرو ته اړتيا ده.

خو زياته يې کړه، چې دغه پرېکړه د افغانستان امنيتي او اقتصادي حالت ته په کتلو سره کېږي.

نوموړي د سولې د پروسې په اړه وويل چې دوى د افغانستان د حکومت په مشرۍ د سولې د پروسې ملاتړ کوي .

دي وايي چې جګړه د حل لاره نه ده او امريکا تل هڅه کړې د افغانستان شخړې ته د سياسي هوارۍ لاره پيدا کړي.

د امريکا استازي د پنځو طالب بنديانو په بدل کې د امريکايي سرتېري خوشې کېدل ښه پيلامه ياده کړه او هيله يې څرګنده کړه، چې دا ډول حرکتونه دوام وکړي.

هغه د ولسمشر بارک اوباما هغه خبره چې د ۲۰۱۴ کال تر وروستيو جګړه پاى ته رسېږي، تاييد کړه او ويې ويل چې د ۲۰۱۰ کال د ليزبن په سرمشريزه غونډه کې پرېکړه شوې وه، چې د ۲۰۱۴ کال په پاى کې به د ناټو عمليات پاى ته رسېږي.

په ناټو کې د امريکا سفير تر ۲۰۱۶ کال وروسته په افغانستان کې د سرتېرو د صفر ټاکنې په اړه وويل چې دا به نه وي، خو د پاتې کېدونکو سرتېرو څرنګوالى به يې له اوس څخه توپير ولري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.