Language

کابل (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو (ايساف) په افغانستان کې د يوه سرتېري له وژل کېدو خبر ورکړى دى.

کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه سرتېرى نن د هېواد په ختيځ کې د وسله والو مخالفينو په بريد کې وژل شوى دى.

ايساف د ياد وژل شوي سرتېرې کره ځاى او هويت نه دى په ډاګه کړى، خو د هېواد په ختيځ کې ډېرى امريکايي ځواکونه مېشت دي.

څلور ورځې وړاندې هم، د هېواد په سوېل کې د دغو ځواکونو يو سرتېرى د هليکوپټر د غورځېدو له امله وژل شوى و.

د ايساف ځواکونو د انټرنټي سايټ (ايي کژوليټي) له مخې، دا د جون په مياشت کې د دوى لومړنى سرتېرى دى، چې وژل کېږي.

د ٢٠١٤ زېږديز کال له پيل راهيسې، د ايساف ٣٣ سرتېرې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي، چې له دې ډلې ٢٢ تنه يې امريکايي سرتېري دي.