ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د جبل السراج خلکو د برېښنا د نشتوالي له امله لاريون وکړ

د جبل السراج خلکو د برېښنا د نشتوالي له امله لاريون وکړ

author avatar
2 Jun 2014 - 16:45
د جبل السراج خلکو د برېښنا د نشتوالي له امله لاريون وکړ
author avatar
2 Jun 2014 - 16:45

چاريکار (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): سلګونو تنو د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې له دې امله لاريون وکړ، چې د جبل السراج د برېښنا فابريکې له فعالېدو سره سره برېښنا نه ده ورکړل شوې.

د برېښنا د توليد ياده فابريکه د روانې غبرګولې مياشتې په څلورمه تر بيا رغونې وروسته ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه .

چارواکي وايي، چې دغه فابريکه د ٢،٨ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت بيارغول شوې او د ٢٥٠٠ کيلوواټه برېښنا د توليد وړتيا لري.

خو نن سلګونو تنو له دې امله، چې د دې فابريکې برېښنا دوى ته نه ده ورکړل شوې، لاريون وکړ او د کابل–شمال لويه لاره يې په جبل السراج کې د سهار له اتو بجو تر غرمې ١٢ بجو تړلې وه.

له لاريون کوونکو د عبدالحق ولي زاده په نوم يو تن پژواک خبري اژانس ته وويل، د دې ولسوالۍ خلک حق لري چې د يادې فابريکې له برېښنا ګټه پورته کړي.

ده چې د نورو په استازيتوب يې خبرې کولې، له اړوند ادارو وغوښتل، چې د جبل السراج اوسېدونکو ته د برېښنا اسانتياوې برابرې کړي.

خو د پروان سکتوري رييس محمدطاهر لاريون کوونکو ته وويل، چې د يادې فابريکې له برېښنا څخه به د جبل السراج د سمنټو فابريکې د فعالولو لپاره کار واخيستل شي.

د سمنټو دغه فابريکه له تېرو څو کلونو راهيسې فعاليت نه لري، خو محمدطاهر وايي، چې ماشينونه يې فعال دي او راتلونکې پنجشنبې به پر فعاليت پيل وکړي.

هغه وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د برېښنا پر يو سب سټېشن کار روان دى او په پام کې ده، چې د دغه سب سټېشن له لارې د ازبکستان وارداتي برېښنا د دې ولسوالۍ خلکو ته ورکړل شي.

دى وايي، چې د روان زېږديز کال تر پايه به دغه پروژه بشپړه شي او د جبل السراج اوسېدونکي به برېښنا ولري.

د محمدطاهر تر څرګندونو وروسته، لاريون پاى ته ورسېد.

د جبل السراج د برېښنا فابريکه شاوخوا سل کاله مخکې جوړه شوې او برېښنا يې تر ډېره د جبل السراج د سمنټو او ګل بهار د نساجۍ په فابريکو کې کارول کېده.

 چارواکي وايي، چې د وخت په تېرېدو سره د دې فابريکې له څلورو توربينونو درې يې غيرفعال شول او په وروستيو کلونو کې يې د يوه توربين له برېښنا څخه په نوبتي ډول د دې ولسوالۍ ٨٠٠ کورنيو ګټه پورته کوله.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.