Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې چاودنې درې ترکان ووژل

 لومړى تعقيب-جلال اباد (پژواک ١٢غبرګولى٩٣): په ننګرهار کې د ترکانو پر موټر شوې چاودنې د يوه ترکي شرکت درې کارکوونکي  وژلي او دوه تنه نور ټپيان دي.

په ټپيانو کې يو ترکي انجنير او يو کليوال ماشوم شامل دي.

دا پېښه نن سهار شاوخوا اته نيمې بجې د ياد ولايت د بهسود ولسوالۍ د “بينيګاه” په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د بهسودو ولسوال محمد صديق دولتزي د غبرګولي په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چاودنه د يوه زرنج موټرسايکل بم په وسيله رامنځته شوې ده.

هغه زياتوي، چې د ياد شرکت د کار کوونکو موټر له سيمې د تېرېدو په حال کې و، چې چاودنه پرې وشوه.

ولسوال د دغه ترکي شرکت نوم ياد نه کړ خو ويې ويل، چې د شرکت کارکوونکي د بهسودو په “دامان” سيمه کې د يوه پوځي مرکز د جوړېدو چارې پر مخ وړې.

د پېښې يوه عيني شاهد قادرخان چې په سيمه کې سبزي خرڅوي پژواک ته وويل، د ترکانو پراډو موټر له عمومي سړک څخه فرعي سړک ته ښکته شو، چې  چاودنه  پرې وشوه.

ده وويل، له سهاره يو زرنج موټر سايکل په سيمه کې ولاړ و، خو له چاودنې وروسته خبر شول، چې چاودېدونکي توکي په کې ځاى پر ځاى شوي وو.

نوموړى وايي: ((په وژل شوو کسانو کې د ياد شرکت رييس او معاون هم وو او دوه ټپيان وو، يو يې په هماغه ځاى کې ساه ورکړه او بل يې روغتون ته يوړو. د کلي يو ماشوم هم په کې وژل شوى دى.))

د يو بل خبر له مخې، ولسوال وايي، نن سهار د بهسودو په “بلندغر” بازار کې د کېسټو په يوه دوکان کې چاودنه شوې، دوکان يې ويجاړ کړى او مرګ ژوبله نه لري.

د دغو پېښو مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.