لښکرګاه-غزني (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): په هلمند او غزني ولايتونو کې د نښتو او پېښو په ترڅ کې ٢٣ وسله وال او پنځه افغان سرتېري وژل شوي او څلور پوليس ټپيان دي.
چارواکي وايي، په وژل شوو کې دوه پوليس، درې د ملي اردو سرتېري او په وسله والو کې عرب او پاکستاني وګړي هم شامل دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالا حد چوپان پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره شپه وسله والو په مرکز لښکرګاه او سنګين ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستو بريدونه کړي دي.
چوپان وايي، په ځوابي ډزو کې په سنګين کې د يو طالب قوماندان ملا کريم په ګډون پنځه وسله وال او په لښکرګاه کې٦ وسله وال او يو پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
بلخوا د غزني چارواکي وايي، د اندړو ولسوالۍ د “عليزو” په سيمه کې له وسله والو سره په نښته کې١٢وسله وال او يو پوليس وژل شوي او دوه پوليس ټپيان دي.
د اندړو ولسوال محمدقاسم دېسي وال پژواک ته وويل، ياده نښته تېره ورځ ناوخته رامنځته شوې او په وژل شوو کې عرب او پاکستاني طالبان هم شامل دي.
ولسوال وايي، تر نښتې وروسته افغان سرتېرو په سيمه کې عمليات پيل کړل، چې په ترڅ کې يې د وسله والو له خوا پر لويو لارو څو خښ شوي ماينونه کشف او شنډ شول.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد بيا وايي، وسله والو يې تر دې نښتې مخکې په ياده سيمه کې پر افغان او بهرنيو پوځيانو ځانمرګى بريد کړى او شپږ سرتېري يې وژلي دي.
د مجاهدپه وينا، تر چاودنې وروسته له وسله والو سره نښته رامنځته شوې، چې په کې څلور طالبان وژل شوي خو ولايتي چارواکي په دې سيمه کې پر افغان او بهرنيو سرتېرو ځانمرګى بريد ردوي.
په ورته مهال د ملي دفاع وزارت له لوري د غبرګولي په ١٢مه پژواک ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي اردو درې سرتېري د سړک غاړې د ماين په ځينو چاودنو کې وژل شوي دي.
په خبره پاڼه کې د دغو چاودنو ځايونه نه دي ښودل شوي.