جلال اباد(پژواک١٢غبرګولى٩٣): په جلال اباد کې د يوې دوولس کلنې نجلۍ پر مخ، لاسونو او پښو د الله (ج) او محمد (ص ) نومونه راښکاره شوي دي.
دغه نجلۍ د جلال اباد ښار اوسېدونکې ده.
د ريحانې په نامه دغه نجلۍ وايي، چې په دوو مياشتو کې يې د قران کريم ختم وکړ او د دې په وينا، د شپې ورته په خوب کې حضرت محمد(ص ) ورغلى او نوموړې ته يې قرانکريم ورکړى و.
ريحانه زياتوي، چې بيا يې د نوموړې پر سر لاس راکش کړ او د “بي بي” الفاظ يې ورته استعمال کړل.
هغې زياته کړه: ((کله چې راويښه شوم نو په ټول بدن مې د الله( ج) او محمد (ص )نومونه راښکاره شول.))
د ريحانې په وينا، له هر اوداسه وروسته د يادو نومونو رنګونه بدليږي، چې په ډېرې اسانۍ سره ليدل کېږي.
د ريحانې تره اکرام وايي، چې نوموړې ډېره دينداره ده او تل د قرانکريم له تلاوت سربېره هغه چارې ترسره کوي کومې چې سنت وي.
هغه زياته کړه، ښايي د ريحانې پر مخ او نور بدن د الله (ج )او محمد (ص )نومونه د تبرک يوه نښه وي او دوى ډېر زيات خوښ دي، چې په کورنۍ کې يې داسې څوک موجود دي.
د ننګرهار يو تن ديني عالم مولوي نعمت الله پژواک ته د يادې نجلۍ پر مخ او لاسونو د الله (ج) او محمد (ص) د نومونو په پېدا کېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه ، چې الله (ج) يوه کرشمه مسلمانانو ته ښودلې نو بايد پر دين منګولې خښې کړي.
هغه زياته کړه: (( دا ډېره خوشبخته نجلۍ ده، زه يې کورنۍ ته مبارکي وايم او هيله ترې کوم چې ډېر پام پرې وکړي.))
مولوي نعمت الله زياتوي، مسلمانان بايد په عقيدوي لحاظ قوي او غښتلي اوسيږي او غږ کوي، چې د الله( ج )دين دې نورو خلکو ته ورسوي.
ياده دې وي، چې له دې وړاندې هم د يوې ماشومې پر مخ او لاسونو د الله( ج) نومونه راښکاره شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP