Language

کندهار کې د ” جامعه عمر” ودانۍ د لومړۍ برخې چارې په بشپړېدو دي

کندهار (پژواک ١٢ غبرګولى ٩٣): چارواکي وايي، چې په کندهار ښار کې د “جامعه عمر”  د ودانۍ د لومړنۍ برخې د جوړولو چارې٩٠ سلنه ترسره شوي او راتلونکې مياشت به بشپړې شي.

جامعه عمر ودانۍ درې برخې لري، چې يوه يې د جومات، دويمه د ديني زده کړو د يوه دارالعلوم او درېيمه د سوداګريز مارکېټ برخه ده.

د يادې ودانۍ د جوړولو چارې ١٣ کاله مخکې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پيل شوې وې، خو د هغوى تر پرځېدو وروسته يې کار په ټپه ودرېد.

دويم ځل يې چارې د ١٣٨٩ کال د غويي په ٢٨ مه پيل شوې؛ خو دغه ځل يې هم کار د ځينو تخنيکي ستونزو له امله وځنډېد.

د کندهار ښاروال محمدعمر عمر پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په درېيم ځل څه موده مخکې کار پيل شو، چې تر اوسه يې٩٠سلنه کارونه ترسره شوي دي.

ښاروال وايي، د لومړۍ برخې پر جوړولو شاوخوا ٣،٥ ميليونه ډالر لګښت راغلى، چې د ولسمشر حامد کرزي، کندهار ښاروالۍ او د ملي سوداګرو له خوا ورکړل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د جامعه عمر د دويمې او دريمې برخې کارونه لا هم پاتې دي او ١٩ ميليونو ډالرو ته اړتيا ده، تر څو دا برخې يې هم جوړې شي.

د ده په خبره، تر راتلونکې يوې مياشتې به يوازې د جومات چارې بشپړې شي، خو هڅه به يې دا وي، چې د نورو برخو د جوړولو لپاره هم مالي ملاتړ پيدا کړي.

ښاروال زياته: ((لومړى برخه کې يوازې جومات دى، چې ٩٠سلنه کارونه يې بشپړ شوي. پاتې چارې به يې تر راتلونکي چنګاښ مياشت پشپړ او ګټې اخيستنې به وړاندې شي.))

هغه زياته کړه، د جامعه عمر د لومړۍ برخې د جوړولو لپاره ٤ ميليونه ډالر راټول شوي وو او ٣،٥ ميليونه يې لګېدلې دي، په پاتې پيسو به دغه جومات ته څېرمه د موټرونو لپاره په دوه پوړونو کې يو پارکينګ او يو تفريحي پارک جوړ کړي.

د نوموړې په وينا، له دې سره به د جامع ښکلا نوره هم زياته شي او خلکو ته به اسانتيا هم برابره شي.

د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا د جومات په جوړېدو خوښي ښيي او وايي، په تېرو ١٣ کلونو کې د کندهار اوسېدونکو په ډېر ټينګار سره د دغه جومات د جوړېدو غوښتنه کوله چې اوس يې چارې په بشپړېدو دي.

هغه له ولسمشر کرزي،د کندهار له ښاروالۍ او ملي سوداګرو مننه وکړه، چې د دغه جومات په جوړېدو کې يې مالي مرسته کړې ده.

د کندهار ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، جامعه عمر پر درې جريبه ځمکه د ٣ پوړونو په لرلو سره جوړېږي.

د جومات يوه برخه د نارينه او بله برخه يې د ښځينه وو لمونځ کوونکو لپاره ځانګړې شوې، چې پر يو وخت ٤ زره لمونځ کوونکي ځايوي.

“جامعه عمر” اوس په هغې سيمه کې ودان دى، چې کلونه مخکې په کې د کندهار يواځېنۍ سينما ودانه وه، چې د مجاهدينو له خوا وسوځول شوه.

د طالبانو له راتګ سره سم د نوموړې سينما پر ځمکه د يوې لويې جامعې او مدرسې کار پيل شو، چې د جامعه عمري په نوم ونومول شوه.

هغه مهال، د جامع د جوړولو کار يوې پاکستانۍ ادارې “الرشيد ټرسټ” پر غاړه واخيست او ويل کېدل، چې په ټول هېواد کې به يوه وتلې او ستره جامعه (دار العلوم) وي.

Related Topics