کابل (پژواک ١٣ غبرګولى ٩٣): د استاد عبدرب الرسول سياف په مشرۍ ” د امنيت ټينګښت، د قانون حاکميت او له فساد سره د مبارزې” ټيم د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له عبدالله عبدالله ملاتړ اعلان کړ.
د دغه ټيم غړو نن په کابل کې په يوه رسمي کنفرانس کې، د عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه د ملاتړ اعلان وکړ.
استاد سياف د نن ورځې په غونډه کې شتون نه درلود، خو په خپل پيغام کې يې چې د نوموړي د ټاکنيز ټيم د غړي له لوري ولوستل شو، په دويم پړاو ټاکنو کې له عبدالله عبدالله څخه ملاتړ اعلان کړى دى.
سياف په خپل پيغام کې ويلي: ” موږ له مشورو وروسته سپيڅلي تاريخ او د خلکو وياړمنو مبارزو ته په کتو سره د دواړو محترمو ټاکنيزو ټيمونو له پېژندنې وروسته دې پايلې ته ورسېدو، چې خپل ملاتړ د اصلاحاتو او همپالنې له ټيم څخه اعلان کړو.”
استاد سياف په لومړي پړاو ټاکنو کې ٧،١ سلنه رايه تر لاسه کړې وه.
د نن ورځې په ناسته کې د محمد اسماعيل خان، عبدالوهاب عرفان او فضل هادي مسلميار په ګډون د استاد سياف د ټيم لوړپوړو غړو شتون درلود.
دوى له خلکو وغوښتل، چې په دويم پړاو ټاکنو کې پراخه ونډه واخلي او د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ټيم ته رايه ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP