اسعداباد(پژواک،١٣غبرګولى٩٣):د کونړ په دانګام کې د پاکستاني بريدونو له امله بې ځايه شوو کورنيو سره د لومړنيو توکو مرستې وشوې.
تر سلو ډېرو دغو کورنيو ته د پاکستاني پوځيانو په توغندويي بريدونو کې مالي زيانونه اوښتي او خپل کورونه يې پرېښې دي.
په کونړ کې د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې مشر غلام علي ثبات د غبرګولي په١٣مه پژواک ته وويل، چې همدا نن يې له سلو دغو بې ځايه شوو کورنيو سره د خوراکي او غير خوراکي توکو مرسته وکړه.
هغه وويل، چې دا کورنۍ د دانګام له “لوى ګوريګا” او “واړه کوريګا” سيمو څخه د ولسوالۍ شاوخوا سيمو ته راګډه شوې دي.
د نوموړي په وينا ، په دې مرستو کې ۲۴ کيلو وريجې، ۵ کيلو لوبيا، ۵ کيلو بوره ، ۳ کيلو غوړي، کمپلې، ترپالونه او نور د اړتيا وړ توکي شامل دي.
ثبات وايي، دا مرستې د ولايت مقام، د بېړنيو پېښو پر وړاندې د چمتوالي ادارې او د کليو او پراختيا رياست له لوري برابرې شوې دي.
د سيمې يو تن بې ځايه شوي ميرزا محمد پژواک ته وويل، چې د پاکستاني بريدونو له وېرې د ولسوالۍ نږدې کليو ته راکډه شوي.
ده وويل، چې ځينې کورنۍ په شاړو ځمکو کې اوسېږي او ځينو يې له خپلو خپلوانو سره اړولي ، چې ټول يې مرستو ته اړتيا لري.
هغه مننه وکړه ، چې نن ورته د حکومت له لوري يو اندازه مرستې ور ورسېدې.
ده وويل: (( زموږ فصلونه پاخه پاتې شول. که د دې بريدونو مخه ونه نيول شي نو موږ به له نورو ډېرو مالي مشکلاتو سره مخ شو .))
له شاوخوا درېيو کلونو راهيسې پاکستانيو پوځيانو د کونړ پر يو شمېر سيمو په ځانګړي ډول د دانګام پر ولسوالۍ توغندويي بريدونه کوي، چې دې کار د افغان حکومت غوسه راپارولې ده.
څو ورځې مخکې تر هغه وروسته،چې پاکستانيو چورلکو په دغه ولسوالۍ هوايي بريدونه وکړل، د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي وويل، چې ولسمشر ورته د تيارسۍ امر کړى دى.
افغان چارواکو دا هم ويلي، چې ياده مسئله به د ناټو د دفاع وزيرانو په غونډه کې هم ياده کړي.
د ناټو دا غونډه همدا نن د بلجيم په مرکز بروکسل کې پيل شوه او د افغانستان د ملي دفاع وزير د ګډون په موخه ورغلى دى.