Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ناټو ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه پیل شوه

بروکسل ( پژواک ۱۳ غبرګولی ۹۳ ) : د ناټو سازمان او د ایساف همکارو هیوادونو ددفاع وزیرانو دوه ورځنۍ غونډه به بروکسل کې پیل شوه.

دا غونډه د دغه سازمان د سکرتر جنرال اڼدرس فوغ راسمون لخوا دیوه لنډې خبري غونډې سره پیل شوه او وروسته یې د ددفاع وزیرانو ته یې لنډه وینا وکړه.

تر هغې وروسته ژورنالستان له کانفرانس خونې وویستل شول او غونډه  د بندو دروازو ترشاه به روانه وي.

د ناټو سرمنشي وویل چې په غونډه کې د ددفاعي وړتیاوو لوړولو پر اوکراین د روسیې یرغل او له هغې څخه په را پیدا شویو حالاتو هم په ځانګړې توګه خبرې کیږي.  

د غونډې دویمه ورځ د افغانستان لپاره ځانګړې شوې ده، چې پکې د افغانستان د ملي دفاع وزیر جنرال بسم الله محمدي هم ګډون کوي.

دغه راز په دې غونډه کې په افغانستان کې دایساف لوی قوماندان جنرال جوزیف ډنفورډ، د ناټو ملکي استازی، او د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی هم ګډون کوي.

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویاند جنرال ظاهر عظیمي وایي چې د ملي دفاع وزیر به دافغان ملي ځواکونو د ستونزو، راپيښو ننګونو، د هوایي ځواک په برخه کې د شته ستونزو او په دې برخه کې د ناټو د غړو هیوادونو دهمکاریو په اړه خبرې کوي.

نوموړی وایي چې تر ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د پاتې کیدونکو امریکایي سرتیرو په اړه د ولسمشر بارک اوباما تر اعلان وروسته  داغونډه ځانګړی اهمیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.