جلال اباد (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): په ننګرهار کې د دوو تښتول شوو انجنيرانو د راخوشې کولو په موخه هڅې پيل شوې دي.
د سړک جوړونې د يوه شرکت ياد دوه انجنيران تېره ورځ د ناپېژانده کسانو له لوري تښتول شوي، چې تر اوسه يې کومې ډلې مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د غبرګولي په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه انجنيران د چپرهار ولسوالۍ د “للمې” په سيمه کې تښتول شوي دي.
ده زياته کړه، چې د اندراب په نوم ياد شرکت د هسکې مېنې ولسوالۍ د يوه سړک جوړولو چارې پر مخا بيايي.
نوموړي وويل: ((اوس مهال يې د موندلو لپاره قومي او حکومتي هڅې پيل شوې تر څو معلومات يې ترلاسه شي.))
همداراز د يو بل خبر له مخې، نن سهار اته بجې د دره نور ولسوالۍ په “چوال” سيمه کې د سړک غاړې د ماين چاودنه شوې چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.
عبدالزى وايي، چې نن ١٢بجې د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو سيمه کې هم د سيمه ييزو پوليسو پر رينجر موټر چاودنه شوې، چې دوه سيمه ييز پوليس په کې ټپيان شوي دي.
نوموړي وويل، چې پوليس روغتون ته رسول شوي او په پېښه کې بل چا ته کوم زيان نه دى اوښتى.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP