اسعداباد-جلال اباد (پژواک ١٤ غبرګولى ٩٣): د پاکستان له لوري يو ځل بيا پر دغه ولايت شاوخوا درې سوه توغندي ويشتلي بلخوا په ننګرهار کې بيا د دغو بريدونو پر ضد لاريون وشو.
امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحبيب سيدخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له نن سهار تر اوسه د پاکستان له خوا ٣١٥ توغندي را توغول شوي دي.
ده زياته کړه، دغه توغندي د شيګل ولسوالۍ په “شُلتن دره” او د دانګام ولسوالۍ د “ګوريګا” پر سيمو لګېدلي، چې له امله يې يو ماشوم ټپي شوى دى.
ګوريګا د دانګام لرې پرته سيمه ده، چې په دې وروستيو کې ترې د پاکستاني بريدونو له امله تر سلو ډېرې کورنۍ نور سيمو ته کډه شوې دي، خو لا هم په سيمه کې يو شمېر خلک اوسېږي.
د پاکستان توغندويي بريدونه له څو ورځو راهيسې تر هغې وروسته بند شوي وو، چې افغان ځواکونو يې پر وړاندې د متقابل غبرګون لپاره د چمتووالي اعلان وکړ.
د ملي دفاع وزير جنرال بسم الله محمدي د روانې اونۍ په پيل کې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وويل، چې ولسمشر ورته د دغو بريدونو پر وړاندې د تيارسۍ امر کړى دى.
له بلې خوا له دغو بريدونو سره هم مهال د ننګرهار ولايت ځينو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې پر کونړ د پاکستاني پوځيانو بريدونه وغندل.
د ننګرهار د ځوانانو چارو امريت او يو شمېر مدني ټولنو د غبرګولي په ١٤مه په جلال اباد کې د يوه لاريون له لارې پر حکومت غږ وکړ، چې د پاکستان د بريدونو مخنيوى دې وکړي.
د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي پژواک خبري اژانس ته وويل، پر کونړ د پاکستان بريدونه نور نه شي زغملى، نړيواله ټولنه بايد په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي .
احمدزى وايي: ((کوم هېوادونه چې له افغانستان سره ستراتيژيک تړونونه لري، بايد په دې برخه کې چوپ پاتې نه شي.))
د مثبت بدلون ټولنې مشر عبدالبصير سباوون هم ياد بريدونه غندي او پر ولسمشر غږ کوي، چې د پاکستان پر وړاندې دې خپل دريځ څرګند کړي.
سباون زياته کړه: ((نور دغه توغندي نه شو زغملى، بايد په دې برخه کې حکومت غوڅ دريځ خپل کړي..))
د لاريون په پاى کې د لاريون کوونکو له لوري يو اته ماده ييز پرېکړه ليک هم خپور شو، چې په کې له حکومته په کلکه غوښتنه شوې، څو د دغو بريدونو پر وړاندې غبرګون وښيي.
په پرېکړه ليک ويل شوي، چې پاکستان دې د بېوزله افغانانو له وژلو لاس واخلي او د نړيوالو اړيکو پر بنسټ دې ګاونډيتوب وپالي.