Language

 کندهار ښار (پژواک١٤غبرګولى٩٣): د کندهار ولايت د ټاکنو د خپلواک کمېسيون وايي، خپل ٧٤ تنه هغه کارکوونکي يې له دندو ليرې کړي، چې د تېرو ټاکنو پر مهال يې په درغليو کې لاس درلود.

 په دغه ولايت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر انجنير عبدالهادي داوري پژواک خبري اژانس ته وويل، له دندو ليرې شوې کسانو د تېرو ټاکنو پر مهال له خپلو دندو ناسمه ګټه اخيستې او د مشخصو کانديدانو په ګټه يې درغلۍ کړې دي.

 هغه زياته کړه، په دې اړه يې تر څېړنو وروسته خپل ٧٤ تنه کارکوونکي په ګوته او له دندو ليرې کړې او پر ځاى يې نوي کارکوونکي په دندو ګومارل شوي دي.

 نوموړي ډاډر ورکړ، چې د دويم پړاو ټاکنو د روڼتيا په موخه يې اړين ګامونه اخيستي او تېرې تېروتنې به نه تکرارېږي.

 هغه د ټاکنو د روڼوالي لپاره له نوماندانو هم وغوښتل، چې په دغه ولايت کې دې د رايې ورکولو د ټولو مرکزونو لپاره څارونکي په دندو وګوماري، تر څو د درغليو مخه ونيول شي.

 داوري د دويم پړاو ټاکنو د تر سره کولو لپاره د بشپړ چمتووالي خبر ورکړ او ويې ويل، چې په کندهار ښار او ولسواليو کې يې خپل اړوند کارونه بشپړ کړي دي.

 ده وويل: ((په تېرو ټاکنو کې د کندهار ولايت په کچه د رايې ورکولو ٩٠٠ محلونه پرانيستي وو، خو دا ځل به ١١٠٠ محلونه پرانيستي وي، چې د ښځينه محلونو ساتنه به د ٣٣٤ ښځينه پوليسو پر غاړه وي.))

  په تېرو ټاکنو کې د کندهار ولايت په کچه ٢٤٤ ټاکنيز مرکزونه په پام کې نيول شوي وو، چې د ټاکنو په ورځ ٢٣٤ پرانيستي وو او ١٠ د ځينو ستونزو له امله تړلي پاتې شول.

 داوري زياته کړه، د هغوى له دغه اقدام سره به خلک وکولاى شي له ګڼې ګوڼې پرته په ډاډه زړه خپلې رايې وکاروي.

 بل خوا په سوېل کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو چارواکي، په دغه ولايت کې د ټاکنو د امنيت د خونديتوب په موخه د چمتو٤ عملياتو د پاى ته رسېدو خبر ورکوي.

 د ٢٠٥ اتل قول اردو د ځواکونو مدير ډګرمن عبدالمنان پژواک خبري اژانس ته وويل، د چمتو٤ په نوم د ټاکنو د خونديتوب عمليات د غبرګولي په ٥مه پيل او د همدې مياشتې په ١٠مه پاى ته ورسېدل.

 هغه زياته کړه، د دغو عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي او ګڼې سيمې د هغوى له فعاليتونو پاکې شوې دي.

 دى وايي، اوسمهال د ملي اردو ځواکونه يو شمېر ولسواليو ته د هغو غځېدليو لارو پر پاکولو بوخت دي، چې وسله والو مخالفينو په ماينونو پوښلې دي.

 په کندهار کې د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد وايي، دا ځل به په سوېل کې شاوخوا ٢٠زره سرتېري د ټاکنو امنيت خوندي کړي.

 هغه زياته کړه، دا ځل به په سوېلي حوزه کې د رايې ورکولو ٥١٠ مرکزونه فعال او پنځوس مرکزونه به د ځينو ستونزو پر بنسټ تړلي وي.

 ټاکل شوې ده د روانې مياشتې په ٢٤مه په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو تر سره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.