کابل (پژواک، ١٤ غبرګولى ٩٣): د کورنيو چارو وزارت د څه باندې زرو کيلوګرامو ترياکو د کشف د خبر ورکولو ترڅنګ وايي، کابل ښار سږکال د هېواد د سوېل لوېديځو ولايتونو پر لور د نشه يي توکو د قاچاق پر محور بدل شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې مرستيال لوى پاسوال بازمحمد احمدي، نن (د غبرګولي ١٤مه) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې دا اندازه ترياک تېره ورځ د کابل ښار په ختيځه وردوي دروازه (څرخي پله) کې د پوليسو د تلاشۍ پرمهال کشف شوي دي.
هغه په ډاګه کړه، چې ياده اندازه ترياک په يوه ټېلر موټر کې په ماهرانه ډول ځاى پر ځاى شوي و او ټاکل شوې وه، چې د هېواد سوېل لوېديځو ولايتونو ته يې ولېږدوي.
د نوموړي په خبره، د دې قضيې په تړاو د ټېلر چلوونکى نيول شوى دى.
د کورنيو چارو وزارت مرستيال وويل، چې د روان کال په دوه نيمو مياشتو کې نږدې پنځه ټنه بېلابېل نشه يي توکي يې په کابل ښار کې کشف او نيولي دي.
د نوموړي په خبره، سږ کال کابل د هېواد د سوېلي ولايتونو په لور د نشه يي توکو د قاچاق پر محور بدل شوى او له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د نشه يي توکو د نيولو او کشف لپاره هڅې پيل کړې دي.
نوموړي زياته کړه، له بده مرغه، چې د نړيوالې ټولنې مرستې د امنيتي مسووليتو له لېږد وروسته کمې شوي او په دې برخه کې اندېښنې هم شته.
نوموړي له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه، چې له نشه يي توکو سره مبازره په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې يوه برخه وګڼي او له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليس اکمال او سمبال کړي.
هغه زياته کړه، چې سږ کال د ولسمشرۍ ټاکنو د امنيت په درشل کې دي او ټول امنيتي ځواکونه د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت په خوندي کولو بوخت دي او امکان لري، چې په روان کال کې د کوکنارو د کښت کچه اوچته شي.
هغه له راتلونکي حکومت غوښتنه وکړه، چې له نشه يي توکو سره مبارزه په خپلو لومړيتوبونو کې ونيسي، څو د کوکنارو د کښت، توليد او قاچاق په برخه کې بريا تر لاسه کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP