Language

د دې ولايت د والي وياند محمدشفيق ننګ د غبرګولي په١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پر دويم څارن قاسم خان دا چاودنه نن سهار کابو اته بجې د يادې ولسوالۍ د “سيدوالو” په سيمه کې وشوه.

د واغز ولسوال محمداعظم پژواک ته وويل، امنيه قوماندان او ساتونکي يې نن سهار په ياده سيمه کې د يو ماين په شنډولو بوخت وو ، چې چاودنه پرې وشوه.

ولسوال وايي: (( دوى په سيمه کې د وسله والو له لوري يو خښ شوى ماين کشف کړى وو او د هغه د شنډولو هڅه يې کوله،چې چاودنه پرې وشوه.))

د نوموړي په وينا، چې ټپي پوليس يې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال کړى دى.

Related Topics