Language

د پټرولو بيه لوړه شوې خو د اوړو او ډېزلو ټيټه شوې ده

 کابل(پژواک، ١٥ غبرګولى ٩٣): نن په کابل ښار کې د تېرې پنجشنبې په پرتله د پټرولو بيه لوړه شوې، خو د اوړو او ډېزلو بيه ټيټه شوې ده.

د کابل ښار د دهمزنګ د تېلو ټانک مسوول ميرزا محمد پژواک خبري اژنس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه لېټر پټرولو بيه له ٦٠ افغانيو څخه ٦١ ته لوړه شوې، خو د يوه لېټر ډېزلو بيه له ٥٨ څخه ٥٦ افغانيو ته را لوېدلې ده.

خو د اوبلن ګاز بيې د تېرو اوو ورځو په پرتله بدلون نه دى موندلى.

د کابل ښار د تايمني پنځم سړک  يوه ګاز پلورونکي وويل، چې نن هم د تېرې ورځې په څېر د يو کيلو اوبلن ګاز بيه ٥٥ افغانۍ ده.

د لومړنيو خوراکي توکو په ډله کې بيا يواځې د اوړو بيه ټيټه شوې ده.

 د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې رييس فضل الرحمن وويل، چې نن ورځ د تېرې پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو پاکستانيو اوړو عمده بيه له ١٣٠٠ افغانيو څخه ١٢٥٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

خو هغه زياته کړه ، چې د تېرې  پنجشنبې په څېر د پنځوس کيلوپاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٥٥٠ افغانۍ، د ٢٤ کيلو پاکستانۍ اول سيله وريجو بيه ١٨٠٠ افغانۍ، د پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٣٨٠ افغانۍ، د يو کيلو افريقايي تورو چايو بيه ٢١٠ افغانۍ او د يوه کيلو ويتنامي شين چاى  بيه ١٨٠ افغانۍ ده.

 د ځينو لومړنيو خوراکي توکو  پرچون پلور، د هغو د عمده پلور سره زيات توپير کړى، خو په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار د دهن باغ  يو پرچون پلورونکى هټيوال خانعلي وايي، چې نن پنجشنبه(د غبرګولي ١٥مه) پنځوس کيلوګرامه بوره په ١٧٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلوګرامه پاکستاني اوړه په ١٤٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلو اول سيله پاکستانۍ وريجي په ٢٢٠٠ افغانۍ، پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٧٠ افغانۍ، يو کيلو شين چاى په ٢٣٠ افغانۍ او يو کيلو تور افريقايى چاى په ٢٧٠ افغانۍ پلورل کېږي.

 د سرو زرو بيه کې هم بدلون نه دى راغلى.

د کابل د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن هم د تېرې پنجشنبې په څېر يو ګرام عربي سره زر په ١٩٠٠ افغانۍ او  يو ګرام ايراني سره زر  په ١٦٠٠ افغانۍ دي.

 د کابل شهزاده سراى د يوه صراف حاجي رحيم  د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د پېرلو بيه ٥٧،٧٥افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ٥٨٠ افغانۍ ده.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د پېرلو ارزښت  ٥٧،٦٥ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو ارزښت  ٥٧٥افغانۍ و. همدارنګه د ډالرو او کلدارو پېرنه د تېرې اونۍ په پرتله لوړه شوې ده.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.