Language

په مزار کې د ماشومانو تر منځ د بېلابېلو لوبو نندارې تر سره شوې

مزارشريف (پژواک ١٥ غبرګولى ۹۳): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ماشوم د نړيوالې ورځې په وياړ د ماشومانو تر منځ د بېلا بېلو لوبو نندارې تر سره شوې او دغه راز په همدې ولايت کې يو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو وژغول شو.

د بلخ ولايت د اولمپيک کمېټې رييس محمد ابراهيم عثماني د غبرګولي په ۱۵مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ماشوم د ښې روزنې او د لوبو د پراختيا په موخه د ماشوم د نړيوالې ورځې په وياړ يې د ماشومانو (هلکان او نجونې) د بېلا بېلو لوبو نندارې د پوهنې او عامې روغتيا د رياستونو په همکارۍ تر سره کړې.

د هغه په وينا، په ياده ننداره کې د بلخ ولايت د بېلا بېلو سپورټي کلپونو او ښوونځيو د سپورټي کمېټو هغو ماشومانو، چې عمرونه يې له ۱۵ کاله څخه کم دي، برخه اخيستې وه او د تکواندو، بوکسينګ، کراتې، منډو، غېږ نيونې او داسې نورې لوبې په کې ترسره شوې.

نوموړي زياته کړه، چې د ورته نندارو له لارې نه يواځې چې لوبې پراختيا مومي، بلکې د ماشوم د ښې روزنې په لور هم يو مثبت ګام دی.

د اولمپيک کمېټې رييس عثماني وويل، چې لا هم افغان ماشوم ته هغه حق نه دی ورکړل شوی، کوم چې د نورو هېوادونو ماشومان ترې برخمن دي.

د لسم ټولګی زده کوونکې اسما، چې د کراټې ننداره يې وړاندې کړه، پژواک ته په دې لوبو کې د خوښۍ څرګندولو ترڅنګ وويل، له سپورټ سره مينه لري او تمه لري، چې د هېواد په کچه به د کراټې په برخه کې ښه نوم وګټي.

له بلې خوا د بلخ ولايت امنيتي مسوولين وايي، چې د دغه ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو ماشوم د سړي تښتوونکو له منګولو وژغورل شو او عاملين يې ونيول شول.

د بلخ ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالرحمان رحيمي د غبرګولي په ۱۵مه، په خبري ناسته کې خبريالانو ته وويل، چې يوه اونۍ وړاندې د مزارشريف ښار له ايلمرب سيمې څخه د ياسر په نامه ماشوم تښتولی شوی و.

نوموړي زياته کړه، تېره ورځ يې د کشفي معلوماتو پر بنسټ د سړي تښتوونکو له ګروپ سره په تړاو يو کس ونيو، چې د همدې کس له لارې يې نن سړي تښتوونکو ته ځان ورساوه او ياسر يې پرته له دې چې کوم زيان ورته واوړي، وژغوره.

رحيمي وويل، چې سړي تښتوونکو د ماشوم له کورنۍ څخه د پيسو غوښتنه کړې وه؛ خو پرته له دې چې پيسې ورکړي، امنيتي مسوولينو يې ماشوم له سړي تښتونکو وژغوره.

د هغه په وينا، د پېښې په ځاى کې يې درې سړي تښتوونکي هم ونيول، چې عدلي او قضايي ارګانونو ته به يې وسپاري.

تښتول شوي ماشوم ۸کلن ياسر په وړه ژبه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له پوليسو مننه کوي، چې د ده ژوند يې وژغوره.

نوموړي زياته کړه، چې ماشومان بايد پرېښودل شي چې سبق ووايي.

امنيه قوماندان وايي، چې په روان کال کې د سړي تښتونې څلور پېښې يې لرلې، چې د درې پېښو عاملين يې نيول شوي او د څلورمې په اړه يې لا څېړنې روان دي.

Related Topics