ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت د پروني بريد څېړنه کوي

حکومت د پروني بريد څېړنه کوي

کابل (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي حکم کړى، چې د ډاکټر عبدالله پر ټاکنيز کاروان د تېرې ورځې بريد د پلټنې په موخه له پنځو حکومتي ارګانونو دې يو پلاوى جوړ شي.

دغه بريد چې تېره ورځ د کابل ښار په پنځمه ناحيه کې ترسره شو، د ډاکټر عبدالله د دريو ساتونکو په ګډون په کې درې ملکي وګړي ووژل شول او ٢٢ نور ټپيان شول.

د وزيرانو شورا د دارالانشاء او چارو ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د افغانستان د ولسمشرۍ رياست د قربانيانو کورنيو ته د ډاډګېرنې او همدردۍ ويلو ترڅنګ حکم کوي، چې د کورنيو چارو وزارت تر مشرۍ لاندې يو شپږ کسيز پلاوى جوړ او د پېښې د رامنځته کېدو څرنګوالى وڅېړي.

د خبرپاڼې له مخې، د کورنيو چارو وزارت له جنايي جرمونو سره د مبارزې عمومي رييس لوى پاسوال سيدعبدالغفار، د وزيرانو شورا او چارو ادارې غړى تورن جنرال سيدرحيم سعيد، د دفاع وزارت د کشف رييس تورن جنرال عبدالمنان راهي، د ملي امنيت له عمومي رياست څخه بريد جنرال ګلستان او د لويې څارنوالۍ د څېړنو عمومي رييس عبدالشکور ستانکزى د دغه پلاوي غړيتوب لري.

ولسمشر دغه پلاوي ته حکم کړى، چې د بريد څرنګوالى په هر اړخيز ډول وڅېړي، عاملان يې تشخيص او د قانون منګولو ته وسپاري.

ولسمشر کرزي له دغه پلاوي غوښتنه کړې، چې خپلې څېړنې په يوه اونۍ کې بشپړې کړي او د ولسمشرۍ مقام ته وسپاري.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.