Language

کندهار (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د کندهار په ميوند ولسوالۍ کې د ملي اردو پر سرتېرو د موټربم په چاودنه کې پنځه سرتېري ټپيان شول.

د ميوند ولسوال حاجي عبيدالله د غبرګولي په١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن نږدې نهه بجې د يادې ولسوالۍ د “اعظم کارېز” په سيمه رامنځته شوې ده.

په کندهار کې د ٢٠٥اتل قول اردو قوماندان جنرال عبدالحميد حميد پژواک ته وويل، چې سرتېري يې په ياده ولسوالۍ کې پر ګزمه بوخت وو، چې د موټربم چاودنه پرې وشوه.

حميد وايي: ((چاودنه د ټونس موټر په وسيله رامنځته شوې ده.))

هغه په دې اړه څه نه دي ويلي، چې په موټر کې ځانمرګى هم و که څنګه خو يادونه يې وکړه، چې د پېښې د څرنګوالي په اړه به زياتې څېړنې وشي.

جنرال حميد زياته کړه، چې په دې چاودنه کې يوازې پنځه سرتېري ټپيان دي. موټر يې له منځه تللى خو ولسي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د نوموړي په وينا، ټپي سرتېري د درملنې لپاره روغتون ته وړل شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

د يو بل خبر له مخې، تېره ورځ افغان او ايساف ځواکونو د کندهار ولايت د خاکرېز په ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال څلور وسله وال نيولي دي.

د دغه ولايت له مطبوعاتي دفتره د غبرګولي په ١٧مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه چاڼيز عمليات د يادې ولسوالۍ د ” افت” په کلي کې ترسره شوي دي.

سرچينه وايي، چې په عملياتو کې وسلې او مهمات هم نيول شوي خو ګډو ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

وسله والو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Related Topics