Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې وسله والو د يوه سرتېري جنازه کوونکي برمته کړي

جلال اباد (پژواک ١٧ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې وسله والو هغه جنازه کوونکي برمته کړي، چې د يوه وژل شوي سرتېري د تدفين په مراسمو کې يې ګډون کړى و.

د ننګرهار د والي وياند احمدضياءعبدالزي د غبرګوالي په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چې وړمه ورځ د خوږياڼو د “ميملې” په سيمه کې د ملي اردو يو افسر، چې په کونړ کې يې دنده لرله په رخصت کور ته تللى و، چې وسله والو تر تښتولو وروسته وژلى و.

عبدالزي زياته کړه، چې د وژل شوي کس د جنازې پر مراسمو پرون ناوخته وسله والو بريد کړى، چې په پايله کې دوه تنه ټپيان شوي او شاو خوا ١٦ تنه يې ورسره بيولي دي.

نوموړي وويل: ((د قومي مشرانو په هڅو څو تنه بېرته راخوشي شوي او باقي له وسله والو سره دي.))

دى وايي، چې د يادو کسانو د خوشي کېدو لپاره امنيتي ځواکونو او قومي مشرانو هڅې پيل کړې دي، څو برمته شوي ملکي وګړي راخوشي کړي.

د خوږياڼو د ملکي روغتون امر ډاکتر نوراغا پژواک ته وويل، چې روغتون ته د پېښې له سيمې دوه ټپيان ور وړل شوي، خو د يوه روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.

د سيمې اوسېدونکي خيال محمد پژواک ته وويل، چې وسله والو له دې وړاندې هم د سيمې له اوسېدونکو سره نښتې کړې او دا دى يو ځل بيا يې د جنازې پر مراسمو ډزې وکړې.

نوموړي وويل، چې يو شمېر کسان لا هم له وسله والو سره بنديان دي او تر اوسه ولايتي ادارې په دې برخه کې هېڅ کوم جدي اقدام نه دى کړى.

تر اوسه هېڅ وسله والې ډلې د دغو کسانو د تښتولو مسووليت پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.