غزني ښار ( پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٣ ) : په غزني ښار کې د يوې ترافيکي پېښې له امله يو تن مړ شوى او ٦ نور ژوبل شوي دي.
دا پېښه نن د غبرګولي په ١٨مه، د سهار په شاوخوا اتو بجو د غزني ښار د شهباز بازار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ياده سيمه کې د يوه ٣٠٣ او يو کرولا موټر ترمنځ ټکر شوى دى.
د هغه په وينا، دواړه موټر له کابل څخه کندهار ته روان و، په شهباز بازار کې کله چې کرولا له ٣٠٣ موټر څخه مخکې شوى، نو هغه له شا څخه وهلى دى.
ننګ وويل ، چې په دې پېښه کې د کرولا موټر يو ماشوم مړ شوى ، دوه ماشومان او څلور ښځې ټپيانې شوې دي.
د غزني د ملکي روغتون سرچينې پژواک ته وويل ، چې دوى ته له يادې پېښې مړي او ټپيان راوړل شوي دي .
د سرچينې په وينا، د يوه ټپي ماشوم روغتيايي حالت د اندېښنې وړ ښودل شوى دى.