Language

مزارشريف (پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٣ ) : د سوداګريزو خونو له خوا ترسره شوې سروې کې په ډاګه شوې، چې ګمرکي ستونزې،د زېربناوو نشتوالی او ناامني په بلخ کې د سوداګرو د کاروبار  پر وړاندې ستر خنډونه دي.

په مزارشريف کې د غبرګولي په ۱۸مه، د سوداګريز خونو له خوا د ۲۰۱۳ کال په اوږدو کې د بلخ ولايت د کاروبار د ارزونې په اړه د شوې سروې پايلې د يوې غونډې په ترڅ کې دغبرګولي په ١٨مه، اعلان کړې، چې د سوداګرو تر څنګ په کې دولتي چارواکو هم برخه اخيستې وه.

د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوی دغه سروې په بلخ کې د کاروبار د پرمختګ او ستونزو د له منځه وړلو په موخه تر سره کړې ده.

نوموړي زياته کړه، چې په ۲۰۱۳ کال کې د شوې سروې له مخې، په بلخ ولايت کې د کاروبار پر وړاندې درې ستونزې وې، چې دوی يې د حل په موخه له دولتي چارواکو سره په بحث کې دي.

د هغه په وينا، په دغه کال کې د ګمرک په برخه کې ستونزې، د زېربنا نشتوالی او همداراز شته ناامني هغه درې اړخونه دي، چې په بلخ ولايت کې يې کاروبار له خنډ سره مخ کړی دی.

يونسي وويل، چې همدراز دواطلبي، ماليات او قرضونو ته نه لاسرسی هم د بلخ ولايت سوداګريزې چارې ګواښي.

نوموړي زياته کړه، چې ياده سروې د سوداګريزو اړخونو په کوچنيو، منځينو او سترو سکتورنو کې تر سره شوې ده.

د هغه په وينا، سروې د نننۍ غونډې له لارې ازاد بحث ته وړاندې کېږي، چې سوداګرو تر څنګ په کې د بلخ ولايت دولتي چارواکو هم برخه اخيستې ده.

ارش وويل، چې د سروې له مخې د کمرګاتو په برخه کې د کمرګي تعرفو مشکل او همداراز له حيرتان بندر څخه د وارداتي سوداګرو تېښته، د افغانستان له نورو کمرګونو سره د ماليې او تعرفو په برخه کې توپيرونه سترې ستونزې دي، چې دوی د بلخ ولايت له کمرګ سره شريکې کړې دي.

نوموړي زياته کړه، چې همداراز د زېربناوو په برخه کې د کاروبار لپاره د ځمکې نشتوالی او د برېښنا د اسانتيا نشتوالی دوه سترې ستونزې دي، چې د بلخ ولايت واړه، منځني او ستر سوداګر ورسره مخ دي.

 د بلخ ولايت د سوداګرو خونو مشر ارش يونسي وويل، چې لومړۍ سروې په ۲۰۱۲ز، کال کې په کابل او بلخ ولايتونو کې تر سره شوې وه.

نوموړي زياته کړه، چې په ۲۰۱۳ کې په کابل، کندهار او بلخ کې تر سره شوه او په ۲۰۱۴ کې کابل، کندهار، بلخ، هرات او جلال اباد کې د تر سره کېدو په حال کې ده.

د يادو سروېګانو څخه موخه په افغانستان کې د کاروبار د وضيعت معلومول دي، چې څومره پرمختګ يې کړی او کومې ستونزې يې پر وړاندې پرتې دي، چې د حل لپاره يې اړين ګامونه واخيستل شي.

Related Topics