Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سيد حسين انوري له يوې چاودنې روغ ووت

چاريکار ( پژواک، ١٨ غبرګولى ٩٣ ) : د هرات پخوانى والي او د يوه سياسي ګوند مشر سيد حسين انور په پروان ولايت کې له يوې چاودنې روغ ووت.

دا پېښه نن د غبرګولي په ١٨مه، ترغرمې وروسته په شاوخوا پنځو بجو دپروان ولايت په غوربند دره کې رامنځته شوه.

د غوربند درې دسياګرد ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال يار محمد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ د سومانچې په سيمه کې دسيد حسين انوري پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه شوې ده. 

هغه زياته کړه، چې انوري له دې چاودنې روغ وتلى ، خو يوه لاروۍ ماشومه نجلۍ وژل شوې ده.

سيد حسين انور ديوه سياسي ګوند د مشر ترڅنګ د ولسي جرګې غړى دى او په ولسمشرۍ ټاکنو کې يې د ډاکټر اشرف غني د ملاتړ اعلان کړى دى.

هغه تر دې مخکې د هرات د والي په توګه هم دنده ترسره کړې ده.

تر اوسه ددې چادونې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.