غزني ښار (پژواک ۱۹ غبرګولى ۹۳): د غزني د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان له پنځو پوليسو سره په يوه چاودنه کې ټپي شوى دى.
امنيه قوماندان حاجي محمد او ورسره پنځه سيمه ييز پوليس د يوې چاودنې په ترڅ کې ټپيان شوي دي.
د غزني د والي وياند شفيق ننګ د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وسله والو د جغتو ولسوالۍ په ځينو سيمو کې پر امنيتي پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه زياته کړه، کله چې د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان له خپلو پوليسو سره د جغتو ولسوالۍ د پوليسو مرستې ته روان وو، نو په لاره پرې چاودنه وشوه.
دى وايي ، چې په دې چاودنه کې د مقر ولسوالۍ امنيه قوماندان حاجي محمد له خپلو پنځو پوليسو سره ټپي شوى دى.
د ننګ په وينا، په دې پېښه کې دوه موټرسايکلونه او يو موټر هم له منځه تللي دي.
ده زياته کړه، چې امنيه قوماندان او نور پوليس روغتون ته لېږدول شوي او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د والي وياند وويل ، چې د جغتو په بريدونو کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېره يې نه ده معلومه.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
درې ورځې وړاندې د غزني د واغز ولسوالۍ امنيه قوماندان د يوې چاودنې په ترڅ کې له خپلو درېيو پوليسو سره وژل شوى و.