کندهار (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): کندهار مېشتو خبريالانو له ولايتي ادارې سره خپل هغه پرېکون پاى ته ورساوه، چې د امنيتي ځواکونو د ناسم چلند او د پېښو پر مهال د معلوماتو نه ورکولو له امله يې اعلان کړى و.
د کندهار خبريالانو د غبرګولي په ٦مه په يوه احتجاجي ناسته کې له ولايتي ادارې سره پرېکون اعلان کړى و او پرېکړه يې کړې وه، چې تر هغه مهاله د دولت اړوند مثبت خبرونه نه خپروي، چې ستونزې يې حل شوې نه وي.
خو نن د خبريالانو په استازيتوب د کندهار پرېس کلب مشر سرور اماني په يوه خبري غونډه کې خبر ورکړ، چې د ژورناليستانو له خوا اعلان شوى پرېکون نور په رسمي ډول پاى ته رسوي.
هغه زياته کړه، د ولايتي ادارې چارواکو ژمنه کړې، چې امنيتي ارګانونه به له خبريالانو سره تر ممکنه بريده همکاري کوي او د هغوى د کار خنډ به نه ګرځي.
نوموړي له خبريالانو وغوښتل، چې د پخوا په څېر په عادي ډول خپل کار ته دوام ورکړي او له ټولو پېښو او موضوعاتو څخه خپلو ادارو ته په بې پرې توګه راپورونه چمتو کړي.
اماني په دې برخه کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ له رييس دواخان مينه پال څخه مننه وکړه، چې د دولتي چارواکو او خبريالانو تر منځ يې د يوه درېيمګړي رول تر سره کړ او د ستونزو د حل لپاره يې هلې ځلې وکړې.
دواخان مينه پال پژواک خبري اژانس ته وويل، تل يې په دغه ولايت کې د خبريالانو د حقونو د خونديتوب لپاره هلې ځلې کړې، خو له هغوى يې هم وغوښتل، چې ټاکلو اصولو او مسلکيتوب ته ژمن و اوسي.
هغه هم ډاډ ورکړ چې ولايتي اداره به له خبريالانو سره تر ممکنه حده همکاري کوي.
په دې وروستيو کې د پوليسو او چارواکو له لوري له خبريالانو سره د ناسم چلند او د پېښو پر مهال د معلومات نه ورکولو موارد زيات شوي وو، چې خبريالان يې غبرګون ښودلو ته اړ ويستل.