Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار: ډله ييز بريد کې لسګونه موټر سوځېدلي

جلال اباد (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې د عامه ساتنې د پوليسو د موټرو پر تمځاى ډله ييز بريد شوى چې په پايله کې يې يو ساتونکى او درې بريدګر وژل شوي او د عامه ساتنې دوه سرتېري ټپيان دي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول د غبرګولي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره شپه ناوخته شاوخوا لس بجې د بهسود ولسوالۍ اړوند د مولوي خالص فاميليو په دوه سړکه سيمه کې د عامه ساتنې د موټرو پر تمځاى درېيو تنو بريد وکړ.

هغه زياته کړه، بريد کوونکي په يو سراچه موټر کې راغلي وو، يوه يې ځان ته چاودنه ورکړه او دوو نورو دنه له پوليسو سره نښته پيل کړه.

د نوموړي په وينا، چې بريد کوونکو يو شمېر موټرو ته اور ورکړى دى.

ده زياته کړه چې په پېښه کې هېڅ کوم امنيتي سرتېري ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې يواځې درې بريدګر او يو څوکيدار چې عام وګړى و، وژل شوي دي.

بلخوا د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزى وايي چې د عامه ساتنې د موټرو ياد تمځاى د شخصي کمپنيو و، چې ګڼ شمېر موټر په کې ولاړ وي.

ده زياته کړه چې تر دې مهاله ٢٥ ټانکرونه او ټېلر سوځېدلي او شاوخوا ٢٠ موټر له سوځېدو ژغورل شوي دي.

د عبدالزي په وينا، په نښته کې پر درېيو ځانمرګو سربېره د عامه ساتنې دوه سرتېري هم ټپيان شوي چې اوس په روغتون کې تر درملنې لاندې دي او روغتيايي وضعيت يې ښه دى.

په سيمه کې د پژواک ويډيو خبريال ببرک اميرزاده وايي چې د موټرو تمځاى ته خبريالان نه پرېښودل کېږي او دا مهال لګېدلى اور کنټرول شوى دى.

هغه زياته کړه چې تر اوسه لسګونه لوى موټر سوځېدلي او يو شمېر يې ژغورل شوي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.