لښکرګاه، جلال اباد (پژواک ۱۹ غبرګولى۹۳) د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې د بېلابېلو قومونو سلګونو اوسېدونکو د ولسمشرۍ په دويم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني څخه ملاټر اعلان کړ.
د محمد هاشم فدايي په نوم يوه قومي مشر وويل، اشرف غني د دې وړتيا لري چې د هېواد لپاره د سولې، پرمختګ او په ځانګړې توګه اقتصادي برخه کې بدلون راولي.
د ده په وينا، عام ولس يې ټول تر شاه ولاړ دی او رايه به ورکوي، ترڅو په راتلونکي کې د يوه ښه حکومت درلودونکي شو.
په همدې غونډه کې د امر قيوم خان په نوم هم يوه قومي مشر وويل، دوی ځکه په دويم پړاو ټاکنو کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه ملاتړ کوي، چې هغه يو منل شوى شخصيت او د افغانستان د شته ناخوالو د لرې کولوپه برخه کې هم ښې تجربې لري.
ده وويل، دوی به نور ولسونه هم وهڅوي، چې د نوموړي له کانديدۍ څخه ملاټر وکړي.
په هلمند کې د ډاکټر اشرف غني د کمپاين د ولايتي دفتر مشراو د ولسي جرګې غړي محمد ولي عليزي د ګرمسېر ولسوالۍ اوسېدونکو ته وويل، د تحول او دوام ټيم کولی شي د هېواد روانې ستونزې هوارې کړي او د برياليتوب په صورت کې کار وکړي.
د يادولو ده، چې تېره ورځ په لښکرګاه کې له نوموړي کانديد څخه د ښوونکو ټولنې سلګونو ښوونکو ملاتړ اعلان کړ.
د يو بل خبر له مخې، د ختيځ زون مېشتو کوچي قومونو د يوې غونډې په ترڅ کې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.
په جلال اباد ښار کې سلګونو کوچيانو د يوې پراخې غونډې په ترڅ کې، ډاکټر اشرف غني احمدزى د ولسمشرۍ لپاره يو وړ کانديد وباله او له ده څخه يې خپل ملاتړ څرګند کړ.
په ولسي جرګه کې د کوچيانو استازي محمد يوسف صابر د غونډې ګډونوالو ته وويل، چې له ډېرو مشورو وروسته يې ډاکټر اشرف غني ځکه ټاکلی، چې هغه د نړۍ دويم مفکر او د افغانستان لپاره ښې طرحې لري.
نوموړي وويل: ((موږ علميت ته ضرورت لرو، نه ټوپک ته او نه هم لويو لويو
جېبونو ته؛ دا وطن نور جوړول غواړي او ډاکټر غني هغه څوک دی چې د جوړولو
وړتيا يې لري.))
دی وايي، د اشرف غني سيالان هغه څوک دي چې د هېواد په ورانۍ کې يې له بل هرچا ډېره ونډه اخيستې ده.
د کوچيانو يو بل مشر زمرى احمدزى هم ډاکټر محمد اشرف غني د هېواد د راتلونکي لپاره يو وړ شخص بولي او زياتوي چې که ولسونه ورته رايه ورنه کړي، نو وروسته به پښېمانه وي.
ده پر ټولو هېوادوالو غږ وکړ، چې له ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي او په خپلو رايو دې د ارګ پر دروازه ورننباسي.
د ډاکتر محمد اشرف غني فرهنګي سلاکار پوهندوى لعل پاچا ازمون له کوچي
قومونو مننه وکړه او زياته يې کړه چې اشرف غني احمدزي د نورو برنامو ترڅنګ د کوچي قومونو د ژوند د هوساينې لپاره معلومې برنامې لري .
ده وويل: ((نه قاتلان يو او نه هم فساديان، موږ عالمان يو او هېواد به
په قلم ابادوو نه په ټوپک .))
ده زياته کړه چې که اشرف غني بريالی شي، نو هېواد به له سيالانو سره سيال او دوى تل هڅه کوي، چې حکومت د معاملو په اساس ونه وېشي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP