کندوز (پژواک ١٩ غبرګولى ٩٣): کندوز کې له پوليسو سره د نښتې په ترڅ کې يوه پاکستاني وسله وال ځانوژنه کړې او دوه نور تاجکستاني وګړي نيول شوي دي.
د کندوز امنيه قوماندان پاسوال غلام مصطفى محسني نن په يوه خبري ناسته کې وويل چې د القاعدې يادو دريو غړو د دغه ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په جګړه کې ګډون درلود او د چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې د امام صاحب ولسوالۍ ته تښتېدلي وو.
هغه زياته کړه، دوى غوښتل چې له کندوز څخه وتښتي خو د پوليسو له لوري پېژندل شوي وو او نښته يې ورسره رامنځته شوې وه.
د هغه په خبره، چې د عبدالرحمن په نوم يوه پاکستاني وسله وال په خپلې وسلې سره ځان وژلى دى.
امنيه قوماندان وايي، چې د عمر او کامل په نومونو دوه نور وسله وال يې نيولي دي.
محسني وويل، ياد دوه کسان تاجکستاني وګړي دي او د پوليسو د څېړنو پر مهال يې ويلي، چې درې کاله يې په پاکستان کې د ترهګريزو فعاليتونو زده کړې کړې او له هغه وروسته افغانستان ته رالېږل شوي دي.
تېره اونۍ امنيتي ځواکونو ويلي وو، چې يو شمېر چيچيني، ازبکستاني او تاجکستاني پټ مخې وسله وال دشت ارچي ولسوالۍ ته راغلي او د وسلع والو طالبانو تر څنګ د دولت پر وړاندې جګړه کوي.
د دشت ارچي ولسوالۍ، دوه ورځې وړاندې د “ذوالفقار ١ او ٢” چاڼيزو عملياتو په ترڅ کې، چې د پوليسو او اردو ځواکونو له لوري پيل شوي و، د وسلوالو مخالفينو له شتون پاکه شوې ده.
بلخوا د کندوز والي غلام سخي بغلاني ويلي، چې کندوز ته د ټاکنو د بهير ګډوډولو په موخه شاوخوا زر وسله وال ورغلي، په داسې حال کې چې په لومړي پړاو کې د يادو وسله والو شمېر ٦ سوه تنو ته رسېده.
هغه په يوه خبري ناسته کې وويل، چې دوى د راکټ په ګډون پر بېلابېلو وسلو سمبال دي، چې ډېر بهرني وسله وال هم په کې شتون لري.
والي د يادو کسانو د هويت او دا چې دوى له کومو لارو دغو سيمو ته راغلي، معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه چې دغه وسله وال د کندوز په مرکز او دشت ارچي، چاردرې، خان اباد او علي اباد ولسواليو کې ځاى پر ځاى شوي او ډېر ژر به يې د له منځه وړو په موخه چاڼيزو عمليات پيل شي.
بغلاني زياته کړه: “وسله والو مخالفينو ته په دې وروستيو کې درانه زيانونه اوښتي او له افغان امنيتي ځواکونو سره د مخامخ کېدو وړتيا نه لري.”
د کندوز سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د رايې ورکونې ٣٤ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي، چې د دغو مرکزونو د امنيت خوندي کولو په موخه به ډېر ژر عمليات پيل کړي او امنيت به يې له ټاکنو وړاندې ټينګ کړل شي.
وسله والو طالبانو تر دې مهاله په کندوز کې د چيچيني، ازبکستاني او تاجکستاني وګړو په اړه څه نه دي ويلي، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد، په دې وروستيو کې په غزني ولايت کې د بهرنيو وسله والو په اړه ويلي وو، چې د دوى په ليکو کې کوم بهرني وسله وال جګړه نه کوي او طالبان بهرنيو جګړه کوونکو ته اړتيا نه لري او دا يوازې د دولت تبليغات دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP