Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اسيا د فوټبال په برخه کې د نوې حوزې جوړېدو ته رايه ورکړل شوه

کابل ( پژواک ٢٠ جوزا ٩٣): د افغانستان د فوټبال فدراسيون وايي، چې د اسيا د فوټبال کنفدراسيون د اسيا د فوټبال په برخه کې د نوې حوزې جوړېدو ته رايه ورکړه.

په دې حوزه کې افغانستان، ايران، ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او قرغېزستان شامل دي او “د مرکزي اسيا حوزې” په نوم ياديږي.

د افغانستان د فوتبال فدراسيون د خبرپاڼې له مخې، د دې حوزې د رامنځته کولو وړانديز افغانستان او ايران له خوا د اسيا د فوټبال کنفدراسيون ته شوى و او تېره ورځ په برازيل کې  د کنفدراسيون په فوق العاده ناسته کې له ٤٥ رايو څخه په ٤٣ رايو تصويب شو.   

سرچينې دغه کار د افغانستان لپاره ډېر مهم بللى او ويلي يې دي ، چې  د اسيا د جنوب په پرتله د مرکزي اسيا د فوټبال د څرنګوالي کچه لوړه ده او د مرکزي اسيا په حوزه کې شامل ياد هېوادونو له افغانستان سره ګډه پوله لري او تګ راتګ ورته اسانه دى .

افغانستان په ١٣٨٠ کال کې له يوې لسيزې ځنډ وروسته بيا د فوتبال د نړيوال فدراسيون غړيتوب تر لاسه کړ  او په تېرو څو کلونو کې يې ښې لاسته راوړنې هم لرلې دي. 

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.