مزارشريف ( پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٣ ): په مزار ښار کې د مولانا جلال الدين محمد بلخي له نړيوال هوايي ډګر څخه بهرنيو هېوادونو ته پيل شويو الوتنو د دغه هوايي ډګر عوايد نږدې څلور برابره زيات کړي دي.
ځايي چارواکي او سوداګر وايي، چې دغو الوتنو د مزارشريف ښار په سوداګريزو چارو هم مثبت اغېز کړی دی.
د مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډګر امر انجنير محمد اصف پژواک خبري اژانس سره په يوه مرکه کې وويل،چې د تېرو کلونو په پرتله د ياد هوايي ډګر شته اسانتياوې د دې لامل شوي، چې نړيوالې الوتنې په کې پيل شي.
نوموړي زياته کړه، چې د تېرو دوو کلونو په ترڅ کې په نړيواله کچه د دغه هوايي ډګر ترمينل او ځغاست ليکه ورغول شول، چې ډيرې اسانتياوې يې رامنځ ته کړې دي.
د هغه په وينا، له ياد هوايي ډګر څخه نورو هېوادونو ته د الوتنو پيل د عوايدو د ډېرېدو لامل شوی دی.
انجنير اصف وويل، چې په ۱۳۹۱لمريز کال کې د دغه هوايي ډګر کلني عوايد ۴۰۰ زره امريکايي ډالر و، په ۱۳۹۲لمريز کې ددې هوايي ډګر د کلني عوايدو کچه څه باندې ۲،۱ ميليونه ډالرو ته ورسېده.
د هوايي ډګر امر زياته کړه، چې د روان لمريز کال په لومړيو مياشتو کې هم د دوی عوايد د تېر کال په پرتله څو برابره زياتوالى ښيي.
د هغه په وينا، له دغه هوايي ډګر څخه ترکيې، ايران، هندوستان او پاکستان ته نړيوالې الوتنې پيل شوي او په اونۍ کې يو ځل له دوبۍ څخه مزارشريف ته الوتنه کېږي، چې همدا نړيوالې الوتنې د عوايد په ډېرېدو کې رغنده رول لري.
اصف وويل، چې له نړيوالو الوتنو څخه ماليه اخيستنه او د هوايي ډګر په داخل کې د خوراکي توکو پلورنه، د عوايدو د ډېرېدو عمده سرچينې دي.
نوموړي زياته کړه، چې دوی دوه ډوله الوتنې لري، پروګرامي او عمومي، چې بهرنيو هېوادونو ته د الوتنو له پيل سره يې پروګرامي الوتنې ډېرې شوې دي.
محمد صديق، چې د مزارشريف له مولانا جلال الدين محمد بلخي نړيوال هوايي ډګر څخه په نېغه توګه يې د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته الوتنه کړې او بېرته را ستون شوی، پژواک ته وويل، چې پخوا به دوی د اړتيا پر مهال لومړی کابل او بيا به اسلام اباد ته تلل.
نوموړي زياته کړه، خوښ دي، چې په نېغه توګه د هماغه پيسو په بدل کې په کم وخت کې له خپلې سيمې بهرني هېواد ته الوتنه کوي.
د بلخ ولايت د سوداګريزو خونو مسوولين وايي، چې له مزارشريف څخه په نېغه توګه بهرنيو هېوادونو ته د الوتنو پيل د دغه ښار په سوداګريزو چارو هم مثبت اغېز کړی دی.
د سوداګريزو خونو رييس ارش يونسي پژواک ته وويل، چې سوداګرو به پخوا سوداګريز توکي په الوتکو کې له بهره لومړی کابل او بيا له کابله د موټر له لارې مزارشريف ښار ته لېږدوله.
نوموړي زياته کړه، چې اوس له ترکيې او دوبۍ څخه په نېغه توګه سوداګريز توکي مزارشريف ښار ته لېږدل کېږي.
د هغه په وينا، دغې چارې نه يواځې سوداګريز کاروبار ګړندى کړی، بلکې د سوداګريزو توکو د لېږد لګښت هم ورسره کم شوی دی.
خو يونسي وويل، چې د ځينو ستونزو له امله لا هم د دې اسانتيا نه ده موندل شوې، چې له مزارشريف څخه په نېغه توګه سوداګريز توکي د هوا له لارې بهرنيو ملکونو ته ولېږدول شي.
نوموړي زياته کړه، چې يواځې له بهرنيو ملکونو څخه مزارشريف ښار ته د سوداګريزو توکو د لېږد اسانتيا برابره شوې، چې دا هم ستر ګام دى.
د بلخ ولايت د ولايتي شورا ريس ډاکټر محمد افضل حديد هم له مزارشريف ښار څخه په نېغه توګه بهرينو هېوادونو ته الوتنې د دغه ښار د سوداګريزو فعاليتونو د پرمختګ لپاره مثبت ګام وباله.
نوموړي پژواک ته وويل، چې په نړيواله کچه د مولانا جلال الدين محمد بلخي د هوايي ډګر جوړېدنه او د بلخ ولايت ډاډمن امنيتي حالت د دې لامل شوی، چې له دغه ښار څخه په نېغه توګه بهرنيو هېوادونو ته الوتنې پيل شي.
د بلخ هوايي ډګر امر وويل، چې دوی په دې هڅو کې دي، چې په نېغه توګه له مزارشريف ښار څخه هم نورو هېوادونو ته د سودګريزو توکو د لېږد اسانتيا برابره کړي.
نوموړي زياته کړه، چې دغه ستونزه تر ډېره ګمرکي اړخ لري، چې ممکن په نږدې موده کې حل شي.
د هغه په وينا، دوی په تمه دي، چې سږ کال د بلخ نړيوال هوايي ډګر عوايد درې ميليونه ډالرو ته ورسېږي.