کندهارښار(پژواک٢٠غبرګولى٩٣): د کندهار د روغتيايي زده کړو له انسټيټيوټ څخه ٢٥ تنه قابلې او ٤١ تنه نرسان فارغ او د يو لړ مراسمو په ترڅ کې ورته بري ليکونه ورکړل شول.
دغه مراسم د ياد شوي انسټيټيوټ د غونډو په تالار کې جوړ شوي وو، چې د ولايتي ادارې چارواکو، ډاکټرانو او نورو ګډون کړى و.
د کندهار د روغتيايي زده کړو د انسټيټيوټ مشرې ډاکټر نسرين پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې فارغو شويو ٢٥ تنو قابلو دوه کاله او ٤١ نرسانو درې کلنې زده کړې تر لاسه کړي دي.
هغې زياته کړه ، چې دا له ياد شوي انسټيټيوټ څخه د قابلو د فراغت نهم او د نرسانو د فراغت اووم پړاو دى.
نوموړي وويل،د قابلو او نرسانو له فراغت سره به په دغه ولايت کې روغتيايي اسانتياوې نورې هم پراخې شي.
دې له فارغو شويو نرسانو او قابلو څخه غوښتنه وکړه ، چې د خپل مسلک له مخې دې د خلکو د ستونزې د هواري لپاره کار وکړي، تر څو يو ښه روغتيايي چاپېريال ته زمينه برابره شي.
ډاکټر نسرين وويل، چې همدا اوس د کندهار د روغتيايي زده کړو په انسټيټيوټ کې ٣٠٠ نارينه او ښځينه محصلين د نرسنګ، قابلګۍ، فارميسي او لابراتوار په برخو کې په زده کړو بوخت دي.
هغې زياته کړه د دغه انسټيټيوټ په بېلابېلو برخو کې د زده کوونکو د روزنې له لارې به د کندهار په لرې پرتو سيمو کې د روغتيايي کارکوونکو د کمښت ستونزه هواره شي.
د کندهار د صحي علومو له انسټيټيوټ څخه فارغو شويو نرسانو او قابله ګانو خوښي ښودله، چې خپلې زده کړې يې پاى ته رسولې او دا وړتيا يې موندلې، چې د خلکو د درملنې په موخه په بېلابېلو روغتيايي مرکزونو کې دندې تر سره کړي.
د ناديې په نوم يوې نجلۍ پژواک اژانس ته وويل، چې پوره دوه کلونه يې د قابلګۍ په برخه کې په عملي او نظري توګه زده کړې تر لاسه کړي او اوس کولاى شي، بېله کومې ستونزې د ناروغانو درملنه وکړي.
دا مهال د ټول کندهار په کچه يواځې ١٢ ښځينه ډاکټرانې شته، چې په هيڅ توګه د دغه ولايت د دوه ميليونه نفوس لپاره بسنه نه کوي او دغه راز په ګڼو روغتيايي مرکزونو کې د نرسانو او قابلو نشتوالى هم يوه جدي ستونزه ده.
د کندهار د طبي علومو د انسټيټوټ لپاره ډېره پرمختللې ودانۍ څو کاله وړاندې د ٢،٧ ميليونو ډالرو په لګښت د امريکا متحده ايالاتو د پوځي څانګې (Civilians Emergency Response Program) په مالي لګښت جوړه شوه.
له ياد شوي انسټيټيوټ څخه تر دې مهاله ١٨٥ نرسان او ١٨٩ قابلې فارغ شوي دي.