لښکرګاه(پژواک٢٠غبرګولى٩٣): د هلمند امنيتي چارواکي وايې، چې په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٩ وسله وال وژل شوي دي.
د هلمند امنيه قوماندان پاسوال عبدالقيوم باقي زوي د غبرګولي په ٢٠مه د ولايت په مقام کې په يوه خبرې ناسته کې وويل، چې دوه ورځې مخکې د هلمند د سنګين ولسوالۍ په لوديځ کې د بهرنيو ځواکونو په هوايي بريد کې ٢٩ وسله وال وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې په دغه بريد کې د هلمند لپاره د وسله والو طالبانو لخوا نومول شوى والي ملا عبدالرحيم هم وژل شوى دى.
عبدالقيوم وايې، چې په دې هکله به نور جزيات وروسته په ډاګه شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP