کندهار (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): د کندهار ولايت امنيه قوماندان وايي، داسې معلومات يې ترلاسه کړي، چې وسله وال مخالفين به نه يواځې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړ نه کړي، بلکې خلک به وهڅوي چې په دغې ملي پروسه کې برخه واخلي.
د کندهار امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق، دغه څرګندونې د ولايت مقام په مطبوعاتي دفتر کې په يوه ګډه خبري غونډه کې وکړې او ويې ويل، کوم استخباراتي معلومات چې هغوى ته رسېدلي، ښايي د وسله والو مخالفينو رهبري شورا د ټاکنو د نه ګډوډولو پرېکړه وکړي او خلک به په دغه ملي پروسه کې ګډون کولو ته وهڅوي.
خو هغه زياته کړه، کېداى شي يو شمېر هغه وسله والې کړۍ چې د پرديو هېوادونو په استخباراتو پورې تړلي، د ځينو ورانکارو کړنو د کولو هڅه وکړي، خو امنيتي ځواکونه به يې مخه نيسي.
نوموړي خلکو ته ډاډ ورکړ، چې ټول امنيتي ارګانونه به په شريکه د تېرو ټاکنو په څېر دا ځل هم په بشپړه توګه د ټاکنو امنيت خوندي کوي او خلک به په ډاډه زړه د خپلې خوښې کانديد ته رايه ورکوي.
هغه د دې تر څنګ له ولسوالانو، د ولسواليو له امنيه قوماندانانو، د ولسواليو له شوراګانو، مخورو، ملا امامانو او نورو وغوښتل ، چې د خپل هېواد د برخليک ټاکلو په موخه دې خلک رايې کارولو ته وهڅوي.
نوموړي دا هم وويل، چې د ټاکنو په ورځ به د امنيت د لا ښه خونديتوب په موخه پر ډيورند کرښه د تګ راتګ دروازه بندوي او دغه راز باروړونکي موټر به اجازه و نه لري، چې ښار ته داخل شي.
هغه د تېرو ټاکنو پر مهال د پوليسو له خوا د څارونکو، خبريالانو او نورو د کار د مخنيوي موارد ومنل، خو ويې ويل، دا چې پوليسو کافي تجربه نه لرله، دا او نورې تېروتنې شوي، خو دا ځل به نه تکرارېږي.
له جنرال رازق څخه په دغه خبري غونډه کې پوښتنه وشوه، چې ګواکې هغه د ولسمشرۍ د کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ کوي، خو هغه دغه ادعا رد کړه او ويې ويل، چې هغه د شخص لپاره نه، بلکې د خپل هېواد لپاره کار کوي.
د ملي اردو د ٢٠٥ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال عبدالحميد حميد هم ډاډ ورکړ، چې د خوندي ټاکنو په موخه يې لا له وړاندې د عقاب او چمتو په نومونو عمليات کړي او د وسله والو مخالفينو د فعاليتونو مخه يې نيولې ده.
هغه زياته کړه، د دغو عملياتو په پايله کې يې ولسواليو ته غځېدلې لارې له امنيتي ګواښونو او ماينونو پاکې کړې او دا زمينه يې برابره کړې، چې خلک په ډاډه زړه خپلې رايې وکاروي.
نوموړي وويل، وسله وال مخالفين اوس په هغه حالت کې نه دي چې کلونه پخوا وو، اوس خلک پوه شوي او له هغوى مرسته نه کوي، نو ځکه هغوى دومره توان نه لري، چې د ټاکنو پر وړاندې خنډ جوړ کړي.
د کندهار والي ډاکټر توريالي ويسا هم وويل، چې د ټاکنو د ښه تنظيم او امنيت لپاره يې د امنيتي ارګانونو له مسوولينو سره ډېرې غونډې کړي او تېرو ټاکنو ته په کتو به دويم پړاو ټاکنې په ښه توګه تر سره شي.
هغه زياته کړه، دا ځل به د تېرو ټاکنو پر مهال شوې تېروتنې بيا نه تکرارېږي.
د کندهار د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس انجنير عبدالهادي داوري وويل، چې ولسواليو ته يې د ټاکنيز توکو لېږد پيل کړى او د جمعې تر ورځې به بشپړ شي.
هغه وويل، تر دې مهاله د کندهار لېرې پرتو ولسواليو غورک، ميانشين، نېش، معروف، رېګستان او نورو ته اړين توکي او وسايل لېږدول شوي دي.
نوموړي هم ډاډ ورکړ، چې د تېرو ټاکنو تېروتنې به نه تکرارېږي او ټاکنې به رڼې تر سره کېږي.
ټاکل شوې ده دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په ٢٤مه وشي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.