Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هلمند والي: په ټاکنو کې درغل مامورين به له دندو ګوښه شي

لښکرګاه (پژواک ۲۱ غبرګولى ۹۳): د هلمند والي وايي، هغه حکومتي مامورين به له دندو ګوښه کړي، چې په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې وکړي.

تورن جنرال محمدنعيم دا څرګندونې د غبرګولي په٢١مه په هغې غونډې کې وکړې، چې په دغه ولايت کې د ټاکنو د امنيت ساتلو په موخه جوړه شوې وه.

په غونډه کې د والي په ګډون امنيتي چارواکو او د ټاکنو خپلواک کمېسيون مسوولينو ګډون کړى و.

والي محمدنعيم وويل، د لومړي پړاو ټاکنو په څېر به د ولسمشرۍ په دويم پړاو کې هم امنيت خوندي وي او په پراخه کچه به د دغه ولايت اوسېدونکي په کې برخه واخلي.

والي زياته کړه، که په ټاکنو کې حکومتي مامورين په ځانګړې توګه ولسوالان او د ولسواليو امنيه قوماندانان لاسوهنه وکړي؛ له ځنډ پرته به دې له دندې ګوښه کړي.

دغه راز د هلمند امنيه قوماندان وويل، په دغه ولايت کې يې د رايې مرکزونو د امنيت ساتلو لپاره امنيتي پلان جوړ کړى او د ټاکنو بهير به ډاډمن وي.

د ملي امنيت رييس تورن جنرال نعيم مومن وويل، د ټاکنو د ښې ترسره کېدو لپاره يې تر اوسه ۱۵۰عمليات ترسره کړي دي.

ده وويل، چې په دغو عملياتو کې يې وسله والو ته په مرګ ژوبلې اړولې سربېره لس هغه وسله وال نيولي، چې د ټاکنو بهير د ګډوډولو پلان او مسووليت يې درلود.

د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رييس قدرت الله نقشبندي وويل، په دغه ولايت کې به دغه ځل رايې ورکوونکي ډېر وي.

نقشبندي وايي، د تېر په پرتله د هلمند د اوسېدونکو لېوالتيا ډېره شوې، چې په ټاکنو کې برخه واخلي.

ده وويل، په دغه ولايت کې د رايې ورکولو ١٤٧ د رايې مرکزونه شته، چې د دويم پړاو لپاره يې ٥٠ محلونه نور هم زيات شوي دي.

ټاکل شوې دويم پړاو ټاکنې د غبرګولي په٢٤مه ترسره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.