غزني ښار (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): د غزني ولايت چارواکي وايي چې وسله والو د کندهار پوهنتون له تښتول شوو استادانو پنځه يې بېرته خوشي کړي دي
تښتول شوي استادان او محصلين چې شمېر يې ٣٥ تنه وو، پرون له کندهاره کابل ته پر لاره وو، چې د اندړو ولسوالۍ د ملا نوح بابا په سيمه کې يې پر موټر بريد وشو.
په دغه بريد کې يو استاد ټپي شوى او ٣٤ تنه نور وسله وال له ځان سره بوتلل.
د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال د غبرګولي په ٢١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دوى د تښتول شوو استادانو د خوشې کولو په موخه سپين ږيري طالبانو ته لېږلي دي.
هغه زياته کړه، چې د دوى په هلو ځلو تېره شپه پنځه استادان خوشي شوي او د نورو د خوشي کېدو لپاره هم هڅې روانې دي.
خو ولسوال وايي چې پنځه خوشي شوي استادان په اندړو ولسوالۍ کې دي او ويلي يې دي، تر هغې خپلو کورونو ته نه ځي څو يې نور ملګري خوشي شوي نه وي.