ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نظرپوښتنه: د اشرف غني ملاتړ تر عبدالله درې سلنه ډېر دى

نظرپوښتنه: د اشرف غني ملاتړ تر عبدالله درې سلنه ډېر دى

author avatar
11 Jun 2014 - 14:11
نظرپوښتنه: د اشرف غني ملاتړ تر عبدالله درې سلنه ډېر دى
author avatar
11 Jun 2014 - 14:11

کابل (پژواک ٢١ غبرګولى ٩٣): يوه تازه سروې چې د ولسمشرۍ ټاکنو د دويم پړاو په اړه ترسره شوې، څرګندوي چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه د خلکو د ملاتړ کچه د هغه د سيال ډاکټر عبدالله عبدالله په پرتله لوړه ده.

دا نظرپوښتنه له ٢٢٢٣ کسانو سره د مخامخ مرکو له لارې په يوه اونۍ کې (د غبرګولي ٤-١١) د ګيووم اسوسيت (Glevum Associates) په نوم ادارې له خوا چې مرکز يې په امريکا کې دى، ترسره شوې ده.

د دې سروې د موندنو له مخې، اشرف غني د ٤٨ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره له خپل سيال عبدالله عبدالله سره چې د پوښتل شوو ٤٥ سلنه ملاتړ يې ترلاسه کړى؛ په خورا سخته سيالۍ کې روان دى.

دغه سروې د افغانستان په شپږو لويو ښارونو مزار شريف، کابل، کندهار، هرات، جلال اباد او خوست ولايتونو کې ترسره شوې ده.

د دې پوښتنې په ځواب کې، چې کوم نوماند کولى شي په افغانستان کې سوله راولي؟ د مرکه شوو ٤٦ سلنه خلکو اشرف غني احمدزى او ٤٣ سلنه نورو بيا عبدالله عبدالله د دې چارې لپاره غوره ګڼلى دى.

دغه بنسټ ويلي، کله چې له خلکو وپوښتل شول چې له اداري فساد سره د مبارزې لپاره کوم نوماند غوره پاليسي لري او کولى شي د دې ناوړه ښکارندې رېښې وباسي؟ بيا هم ٤٧ سلنه خلکو اشرف غني او ٤٣ سلنو عبدالله عبدالله غوره کړى دى.

پوښتل شوو همدارنګه په دې اړه چې د افغانستان د اقتصادي ښېرازۍ لپاره د کوم يوه پروګرام غوره دى، چې د غبرګولي په ٢٤مه رايه ورکړئ؟ بيا هم ٤٨ سلنه خلکو اشرف غني او ٤٢ سلنه نورو عبدالله عبدالله د دې برخې غوره نوماند ګڼلى دى.

ګليوم بنسټ له دغو احتمالي رايه ورکوونکو څخه د افغانستان او امريکا د غوره اړيکو په اړه هم پوښتنه کړې، له دې ډلې ٤٨ سلنه خلکو اشرف غني او ٤٢ سلنو يې عبدالله عبدالله په دې برخه کې مناسب شخص بللى دى.

دغه بنسټ زياته کړې، د دوى موندنې څرګندوي چې دواړو نوماندانو ته د رايه ورکوونکو په منځ کې چندان زيات توپير نشته، خو کله چې دوى د کړنلارو او پاليسيو په برخه کې پوښتل شوي، نو زياتو کسانو اشرف غني غوره نوماند ګڼلى دى.

د دې ټولپوښتنې پر بنسټ، اشرف غني احمدزي په خوست ولايت کې د پوښتل شوو په منځ کې په غوڅ اکثريت ٩٤ سلنه ملاتړي لري، خو د عبدالله ملاتړ يواځې دوه سلنه دى.

خو په هرات ولايت کې ٧٩ سلنه خلکو ويلي، چې عبدالله عبدالله ته رايه ورکوي او پاتې ٢١ سلنه نورو د اشرف غني احمدزي نوم اخيستى دى.

په کندهار ولايت کې چې يوه پښتون مېشته سيمه ده، ٤٨ سلنه خلکو يې اشرف غني احمدزى او ٤٢ سلنه نورو يې ډاکټر عبدالله تاييد کړى دى.

ګليوم اسوسيټ بنسټ په خپله ارزونه کې ليکلي، چې په ټوله کې ٤٨ سلنه رايه ورکوونکو د اشرف غني احمدزي او ٤٢ سلنه نورو د عبدالله عبدالله پلوي کړې ده او اشرف غني په پښتون مېشتو او ازبک مېشتو سيمو کې له اوچت ملاتړ څخه برخمن دى.

په دې ترتيب اشرف غني توانېدلى چې د لومړي پړاو له ټاکنو وروسته د خپل ملاتړ کچه ١٦،٥ سلنه زياته کړي.

ډاکټر اشرف غني احمدزي د ولسمشرۍ په لومړي پړاو ټاکنو کې ٣١،٥ او ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٥ سلنه رايې ترلاسه کړې وې.

ټاکل شوې د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې دوه ورځې وروسته د غبرګولي په ٢٤ مه ترسره شي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.