کابل (پژواک٢٢غبرګولى٩٣): د بريتانيا لومړى وزير وايي، هيله ده د افغانستان د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې هم به برياليتوب ترسره شي.
نوموړي دغه څرګندونې له ولسمشر حامد کرزي سره، نن په ټېلېفونې خبرو کې کړې دي.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوي خبرپاڼه کې راغلي، چې په دغو خبرو کې دواړو مشرانو د سیمې پر حالاتو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په اړه د نظر تبادله کړې او د ترورېزم پر خلاف رښتينې مبارزه يې د سيمې اړتيا بللې ده.
خبرپاڼه زياتوي، د بريتانيا لومړي وزير ډېوېډ کامرون په خبرو کې، د افغانستان د ولسمشرۍ د لومړي پړاو ټاکنو د بریالي تر سره کېدو د ستایلو تر څنګ هیله څرګنده کړې، چې د دويم پړاو ټاکنې به هم په برياليتوب تر سره شي.
سرچينه کاږي، دغه راز ولسمشر کرزي ډاډ څرګند کړى، چې د افغانستان بیدار ملت به په دويم پړاو کې هم په خپل پراخ ګډون سره دغه بهير کامیابه کړي او خپل نوی ولسمشر به د خپلو رایو په واسطه وټاکي.
ټاکل شوې د شنبې په ورځ (د غبرګولي ٢٤مه) په ټول هېواد کې د ولسمشرۍ د ټاکنو دويم پړاو ترسره شي، چې دوه مخکښ کانديدان ډاکټر اشرف غني احمدزى او ډاکټر عبدالله به په کې سيالي کوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP